له اوښكې سره مركه

ليكنه: د الشــيخ كمال خطـيب ليكنه
ژباړه: امين الله عادل
يوه ورځ خپلو زياتو ګناهونو او لږو نېكيو دېته اړ كړم، چې وژاړم، له سترګو مې اوښكه پرېوته، اوښكې وويل: څه درپېښ شول؟ ما پوښتنه ترې وكړه، چې ته څوك يې؟ ويل يې زه اوښكه يم!!
نور مې اوږد بنډار ورسره وكړ، چې له تاسې سره يې هم شريكوم:
زه: څه شي بهر ته را وايستلې؟
اوښكه: ستا د زړه ګرمۍ
زه: زما د زړه ګرمۍ؟! څه شي زما په زړه كې اور بل كړى؟
اوښكه: ګناهونو
زه: آيا ګناهونه د زړه په ګرمۍ كې رول لري؟
اوښكه: هو، آيا د نبي كريم صلى الله دعا دې نه ده اورېدلې، چې فرمايي:" يا الله له ګناهونو مې د واورې په يخو اوبو پرېمنځي" نو كله چې بنده ګناه وكړي، پدې سره يې په زړه كې اور بلېږي او دا اور يوازې په يخو اوبو سره مړ كېداى شي.
زه: آه، ريښتيا هم كله چې زه ګناه وكړم، نو ډېر نا آرامه شم او زړه مې هم په تنګ وي.
اوښكه: هو، ګناه انسان د بدبختيو په لار سموي، نو توبه وباسه، چې د بدبختيو په لار د سر نه شي...
زه: يوه پوښتنه كوم؟
اوښكه: مهرباني..
زه: زما زړه ډېر سخت شوى، دا ستونزه به څنګه حل كړم؟
اوښكه: د فطرت غوښتنه هم داده، چې زړه بايد نرم او له الله څخه وېرېدونكى وي، خو اوس د خلكو زړونه دومره ډبرين شوي، چې نرموالى هېڅ لار نه شي ور پيدا كولى. دا ډېر لږ پېښېږي، چې څوك دې ګناه وكړي او بيا دې بېرته ژر خداى ته توبه وباسي.
زه: ددې لامل څه دى؟
اوښكه: د دنيا سره مينه او ټول فكر دنيا ته متوجه كول، اوس له ډېرو لږو كسانو پرته نور ټول خلك په دنيا سره راغلي، خو دنيا هم (مار) غوندې ده، په ښكاره پسته ښكاري، خو زهر يې وژونكي دي او خلك هم ددې دنيا نرموالي او پوستوالي ته ګوري، خو وژونكو زهرو ته يې هېڅ پام نه دى.
زه: له زهرو دې هدف څه دى؟
اوښكه: ګناهونه، ځكه ګناهونه زړه ته زهر داخلوي او كه زړه له زهرو ژر پاك نه شي، نو خامخا به مړ شي.
زه: دا زړونه به له زهرو څنګه پاكوو؟
اوښكه: تل الله ته توبه وباسه، له الله نه وېره ولره. دا په ياد ولره، چې خامخا به د الله لوري ته ځې، نو د همغه سفر توښه برابره كړه.