هغه ماته چې له ټولې نړۍ ګران دی
هغه ما سره په نه خبره وران دی
خدای ته مخ کړئ مونږ ته شا فيصله وکړي
چې دازه څنګه کافر يار مسلمان دی
ستر مې څملاوه ، کوچنی را باندې زور شو
منځ کې زه يم پاس څټک لاندې سندان دی
ستا ښکلا به نوره هم برکتي شي
ختم کړی مې پرون پسې قران دی
وچکالي مې د ګريوان په چم کې نشته
جوړ پرې هر وختې د سرو اوښکو باران دی