ناکامه هیله

جوړه می په قبر کړه لوحه
نقش کړه پری زما د ژوند قصه

دا د مساپر د لحد تیګه ده
کیږده پری د سرو ګلو غنچه

راشه ورته څو سهار دوخته بیا
واوره می په غوږ د زړه ناره

څومره زوریدلی کړیدلی یم
اوس په تورو خاورو کی تخته

ما هم یو وخت کور او هم وطن درلود
اوس په پردی خاورو کی میشته

هلته وم د قدر او عزت انسان
ښکلی می ځوانی وه ښه بشره

چاته د کاکا او د ماما په څیر
چرته چه می خپله وه حجره

قدر لری خپل وطن کی ژوند کول
خیر که وی دارا یا بی پیسه
-----------------------------------------------------------
نجم الدین سعیدی
۱۲/۴/۲۰۰۷
کولن جرمنی کانتینن تل هوټل