|
|
|
|
د نجم الدین
سعیدی د ژوند ليک نجم الدین سعیدی د مولوی محمد سعید سعید افغانی ځوی د مولوی عبدالمجید لمسی په کال ۱۳۳۱ ه ش کی د ننګرهار ولایت د هډی په کلی کی چه د ننګرهار په جنوب شرق کی پروت دی په یوه روحانی کورنی کی زیږیدلی دی ۰ ابتدایی زدکړه یی هلته د ستر مجاهد نجم الدین اخونزاده په مدرسه کی او بیا په کال ۱۳۴۹ ه ش کی د لغمان د روښان د لیسی څخه او په کال ۱۳۵۲ه ش کی د کابل دروښان دعالی دارلمعلمین څخه فارغ شوی دی اود فراغت څخه ورسته دلغمان د روښان په لیسه کی یی د ښونکی په صفت په دنده وګمارل شو ۰ ورسته بیا د کابل په مستوفیت او دهغه څخه ورسته په نظامی بخش کی د ډګروالی تر رتبی رسیدلی دی ۰ په کال ۱۹۹۰ کی د شون اسلامی دنشراتی بخش دنده ور په غاړه وه او په کال ۱۹۹۲ م کی دالمان هیواد ته کډوال شو ی دی۰ ډیری مضامین او اشعار یی د وطن په جرایدو او نشریو کی چاپ ته رسیدلی برعلاوه ډیری نظمی او ادبی ټوټی او نثری مطالب یی تر اوسه پوری یی په چاپ ندی توانیدلی لکه تحمیل شوی سفر ، طنزونه او نکلونه ،تیر یادونه شعری مجموعه ، پښتو متلونه او ګلپاڼی ۰ نجم الدین سعیدی متاهل او د څلورو اولادو څیښتن دی ۰
|
|
|
|