|
|
|
|
مورې زړه مې سوړدی لږیې تودکړه په توده مینه ستړی دی دژوندناخوالو وړې ترې خوږه مینه پریږده چې لږوژاړمه ورسته مې بیاښکل کړه ته اوري مې په زړه دماشوم توب وړه وړه مینه ګورم دټیکري ته اله ژرپلو راواړوه خلاص یې کړه اوراکړه ترې یوڅودانې میوه مینه خیردی که ترمنځ موهیوادونه اوسیندونه دي لمونځ چې مورې وکړې په دعاکې رالیږه مینه مورې له تالري داژوندون راته ژوند نه ښکاري خدایږوڅنګه درشمه چې ښکل دې کړم کعبه مینه دلته چې له چاسره مور ووینم نولیږمه نورخومې وس نه وي رابه زړه کړم ستازړه مینه مینه مینه اوسه زماترژونده زماخوږې مورې ستاپه ژوندژوندۍ ده زمادژوندخوره وره مینه ربه غضري درنه په ژوند کې نورڅه نه غواړم مورراسره پریږده درنه غواړم دغه یوه مینه
|
|
|
|