له احمد شاه مسعوده يو خاطره

د راروانې يکشنبې په ورځ ، د شمال د ټلوالې د مخکښې څېرې احمد شاه مسعود شپږم تلين دى .
په دغه ورځ هر کال د کابل ښار په هوټلونو او ځينو تالارونو کې تاوده بحثونه وي او د هغه د شخصيت په بېلابېلو برخو خبرې کېږي .
مسعود ، که هرڅنګه و ، خو اخر زموږ د هېواد ملي قهرمان ګڼل کېږي، زه هم د همدې هېواد يم ، که څوک خپه کېږي که خوشحالېږي، په اړه يې د وخت د يوه سرتېري خاطره ليکم.
تېر کال په همدې شپو ورځو کې ، د کابل په قلعه زمان خان کې په يوه خټين کور کې ميلمه وم .
ميزبان چې اوس پوليس دى، د کورنيو جګړو پر مهال په يوه پوځي پوسته کې و .
چاى موڅښه او د راډيو له لاوډ سپيکره د مسعود د ورځې په اړه د يوه ګردي ميز خبرې راوتلې .
ميزبان مخ راواړو :
ته خو هم په دغو خبرو کې ګوتې وهې ، مسعود څنګه سړى و ؟
ماوې، زه په مړو پسې نه غږېږم، نه مې ليدلى او نه هغه کوم ليکوال او شاعر و چې د ليکنې له مخې يې پر شخصيت قضاوت وکړم .
ماپه خندا ترې وپوښتل : ته خو هم هغه وخت ټوپکى وې ، تاخپله کله ليدلى ؟
هغه وې هو، او بيا يې خبره پسې اوږده کړه : زموږ پوسته د يوې تپې پر سر وه ، کله چې به جګړه ډېره توده شوه ، خپله امر صيب ( مسعود) به مهمو پوستوته راتلو .
يوه ورځ هيڅ د راکټونو او ميزايلو په ويشتلو کې وقفه رانغله او سر پورته کولو ته وزګار نه شوو .
ماښام مهال ډزې غلې شوې، يو ناڅاپه دوه کسان چې کلاکوفونه ورسره و ، پوستې ته راوختل او بيا لږ وروسته امرصيب چې وړه مخابره يې لاس کې وه او ضدمرمۍ واسکټ يې اغوستى و ، راوخوت .
د بيم چهل دستګاه ته ودرېد، چک يې کړه او بيا يې مخامخ لاس ونيو .
مخامخ سيمه تياره وه، خو يواځې ځاى – ځاى تته رڼا ښکارېده، امرصيب وويل داکوم ځاى دى او څوک دي ؟
څنګ ته ولاړ مجاهد ځواب ورکړ ، کارته نو دى ، ډيرى اوسېدونکي يې اوغانان دي .
مسعود : د بيم چهل دستګاه چلونکي ته وويل : مرمۍ لرې ، دومره يې ووله چې سبا يې څو ک غږ وانه وري .
خداى خبر ! زما کوربه به کيسه تر کومه ځاى غځولې وه، خو زه خپل ملي قهرمان ته په داسې فکر کې تللى وم، چې نور مې هيڅ نه و اورېدلي.


کابل ، د وږي ١٥ مه ١٣٨٦