د مِس کاليانو دې خداى بېخ وباسي

 
د خپل سوچ، فکر او ايجاد توان خو هسې هم خداى پاک په مونږ نه دى لورولى خو د بل د ايجاد او سوچ څخه ګټه اخيستل هم زمونږ په فطرت کې نشته. يواځې د هغې ګټې سوچ کولى شو چې د بل پکې تاوان وي. وړمه ورځ چا خبره کوله چې زمونږ يو خداى بخښلي مشر په افغانستان کې د کوکنارو د کر او د هيروينو د توليد ملاتړ په دې دليل کاوه چې ګوندې په دې د اروپا او امريکا سره مقابله کوي. ويل به يې چې امريکا او اروپا دې په شرابو بندېز ولګوي نو مونږ به کوکنار نه کرو. يانې په بد کار کې يې د مقابلې سوچ کاوه خو که چا ترې پوښتنه کړې واى چې ددې مقابلې په ځاى د ښوونځيو، روغتونونو او سرکونو په جوړولو کې د امريکا او اروپا سره مقابله ولې نه کوې؟ نو نه پوهېږم چې ځواب به يې څه واى؟ ځواب يې څه کېداى شو بې له يو جاهلانه غروره!!!؟
همدغسې چې کله په افغانستان کې مجاهدينو د يو بل ګرېوانونو ته لاسونه واچول نو په ښارونو د توغنديو د ورولو او د خلکو د وژلو مقابله پېل شوه. يوې ډلې چې به ماښام راديو ته وويل چې مونږ پنځوس تنه وژلي نو بلې به ويل چې مونږ سل وژلي دي.
او چې دغه لړۍ تر اوسه راورسوې نو چا د افغانستان د اوسني دولت د يو مخالف قوماندان نه پوښتنه کړې وه چې ستاسې په بريدونو او چاودنو کې ولسي خلک مړه کېږي؟. هغه ځواب ورکړى و چې د ناټو په بمباريو کې خو هم ولسي خلک مړه کېږي. يانې هماغه د منفي مقابلې خبره چې که ناټو ولسي خلک وژني نو مونږ به يې هم وژنو، که اروپا شراب څښي نو مونږ به هم کوکنار کرو. خو دا مقابله نشته چې اروپا په زده کړه او انسانيت کې پرمختګ کړى دى نو مونږ يې هم بايد وکړو، ناټو خلکو ته کمپلې ورکوي نو مونږ بايد چې کورونه ورکړو.
نو په داسې حال کې به خامخا داسې ملايان وينې چې پيپسي به نه څښي خو موبايلونه به دوه دوه ورسره وي او چې موبايلونه دوه دوه وي نو مِس کالونه خو به بې خرته زيات خامخا وي. زمونږ خپل مولانا (زما اوښى دى) خو د پنځه وخته لمونځ سره پنځه پنځوس مِس کالونه کوي.
توبه توبه! ډېره پخوانۍ خبره نه ده، همدا يو څو کاله وشول چې تليفون کول خورا ګران کار و. په افغانستان کې خو بېخي زړه چاودون و. په ښار کې به هم چرته د سلو کورونو په سر په يو کور کې تليفون و او په يو تليفون کولو به سړى د حلال رزق نه خلاصېده. او اوس دا دى د هر سړي، ښځې، ماشوم سره موبايل دى بلکې د سپو او پيشوګانو سره هم موبايلونه شته، که خبرې پرې نه شي کولى نو سندرې خو پرې اورېدلى شي. او که هغه هم نه وي نو مِس کال کول خو ډېر اسان کار دى، بس يو څو تليفون شمېرې پېدا کړه او:
مِس کال دې راغى ته رانغلې
هسې دې زه له خپله خوبه وويستمه
له خوبه ويستل پکې ضروري دي او بيا چې چا تازه موبايل اخيستى وي نو هغه خو د ډېرو خلکو خوب خندا حرام کړي، که رښتيا خبره وشي نو خوب خندا خو اوس هسې هم نشته ځکه چې بېغمي نشته، هر خوا د غم څادر خور دى خو مِس کالونه دې بيا بې غمۍ ته هم نۀ پرېږدي. يو حاجي صېب ته به ستړي مشو له ورغلى يې، د مړي کور کې به دعا ته ناست يې يا به د مېلمنو سره خبرې کوې او موبايل به نۀ بندوې چې که څوک ضروري تليفون وکړي خو ساعت په ساعت چې زنګ راځي او ته جېب ته لاس کوې نو زنګ بيا بند وي. ځينې خلک بيا داسې هم شته چې يواځې به هسې وزګار ناست وي خو مِس کال ورباندې بيا هم بد لګي. زما يو د تره ځوي خو هر مِس کالي ته بېرته تليفون هم کوي او په رسمي توګه يې په ناروا او زړه بوګنوونکو ښکنځلو لمانځي. انګرېزان وايي چې The first impression is the last impression. (لومړنى تاثر اخرنى تاثر وي) د هغه بېچاره لومړنۍ تجربه ښه نه وه ځکه چې لومړى مِس کال ورته په تشناب کې شوى و نو د عمر تر اخرۍ سلګۍ به يې د مِس کال نه زړه چاودلى وي.
دغه د تشناب تجربه رښتيا هم څه ښه تاثر نه لري او دا هايکو د همدې بد تاثر په تعقيب ليکل شوې ده چې:
خوب او خندا خو مو حرام دي ترېنه
تشناب ته هم ترېنه ورتللى نه شو
د مِس کاليانو دې خداى بېخ وباسي
..........................................................................
دا وبلاګونه چې چا ړنګ کړي وه د هغه دې هم خداى بېخ وباسي ځکه چې زما ځينې داسې ليکنې پکې له منځه تللې دي چې ما يې له ځانه سره بل نقل نه لره. دې مردارخور چې دا وبلاګونه ړنګول نو لږ تر لږه زه خو به يې پوه کړى واى.