|
په ١١١٩ هجري قمري کښي د
افغانستان ځني ځايونه د ايران د صفوي دولت په لاس کي وه. ددې دولت مشر په
کندهار کښي د ګورګين په نامه يادېدئ.
ګورګين پر افغانانو ډېر ظلمونه کول. د ده د ډېر ظلمه څخه پښتانه ډېر په تنګ
سوي وه. نو پدغه وخت کي د پښتنو مشران سره راټول سوه او يو لوی مجلس يې جوړ
کړ. هغه وو چي په ټولو يې حاجي ميرويس خان د قوم په مشري و ټاکه.
حاجي ميرويس خان د پښتنو سره لاس يو کړ، په اول کي يې ګورګين ته نصيحت وکړ
خو هغه ونه مانه. ځکه يې د هغه سره جنګ پيل کړ. پدغه جنګ کي ګورګين ووژل سو
او پښتانه د پرديو د لاسه خلاص سول.
کله چي پښتنو د دښمن د لاسه خپله ازادي واخيسته نو يې د ميرويس خان څخه
غوښتنه وکړه چي د پاچاهۍ چاري پر غاړه واخلي. حاجي ميروس
خان و نه منله. څو په اخر کي يې د قوم مشري قبوله کړه.
حاجي ميرويس خان په خټه ( قوم ) هوتک او د ښالم خان زوی وو چي په ١١٢٧ هجري
کال کي وفات سو، قبر يې د کندهار د ښار په کوکران کي پروت دئ
|