د اسراء او معراج پېښه او د هغې رازونه

امين الله عادل
aminwardak@gmail.com

د نبي كريم (ص) د بعثت په ډېرو حساسو شېبو كې د اسرا او معراج واقعه پېښه شوه، دا هغه مهال پېښه شوه، چې نبي كريم (ص) د يو لړ لويو او خواشينوونكو پېښو سره مخ شو، نوموړى سفر د مكې مكرمې څخه بيت المقدس او بيا له هغه ځايه اسمانونو ته عروج وشو، چې لومړى نبي كريم (ص) د الله (ج) په خپل قدرت سره د براق په وسيلې بيت المقدس ته لاړ او له هغه ځاى څخه يې اسمان ته عروج وكړ او د عرش عظيم ترڅنګ د سدره المنتهى سره يې د الله (ج) سره ملاقات وكړ.
دا پېښه د نبي كريم په ژوند كې يوه ډيره مهمه او خورا لويه پېښه وه، چې ډېر هدفونه او رازونه پكې پراته دي، په لاندې كرښو كې به لږ رڼا پرې واچوو:
كورنى او بېرونى ملاتړ:
نبي كريم په خپل دعوت كې كورني او بهرني دواړو ملاتړونو ته اړتيا درلوده، چې بېرونى ملاتړ يې خپل تره ابو طالب په غاړه اخيستى وو، نوموړي د نبي كريم لپاره لويه پرده وه، د كفارو لخوا هېڅ ضرر او خطر نه شو كولاى، چې نبې كريم ته لار ور پيدا كړي، ابو طالب كه څه هم پر نبي كريم ايمان نه وو راوړى، خو پدې پوهېده، چې نبي كريم (ص) په حقه دى، ځكه يې بشپړ ملاتړ ته غاړه اېښې وه.
كورنى ملاتړ: حضرت بي بي خديجه د نبي كريم مېرمن وه او لومړى ښځه وه، چې پر هغه يې ايمان راوړى وو، د هغې ځيركتيا، پوهه، اخلاص او هوښياري د نبي كريم لپاره لوى ملاتړ و، نبي كريم به تل له ستونزو، سختيو، پرېشانيو او نادودو سره مخ كېده نو ابوطالب به د هغه څخه ملاتړ كاوه او چې كورته به راغى نو بي بي خديجې به نوې ساه وركړه او هر څه غم به بې ترې لرې كړ، د هغه هوډ به يې لا قوي او اراده به يې لا پياوړې كړه، د خداى كړه وو، چې د هجرت په لسم كال دوى دواړه وفات شول، نبي كريم (ص) لدې دواړو ملاتړونو څخه محروم شو.
اوس نو نه هغه دفاع وه او هغه مهرباني او تشويق، چې نبي كريم (ص) ستونزمن كار يې سپك كړى وو.
د نوو افاقو پلټنه:
سره لدې چې نبي كريم پدې كلك باوري وو، چې الله يې تنها نه پرېږدي، خامخا به لدې ښه بديل ور په برخه كوي، خو بيا هم ده خپل فكر په كار اچولو او د خپل دعوت لپاره يې نقشه جوړوله او عملي كوله، همغه وو، چې د مكې مكرمې څخه بهر يې د طايف سيمه چې د مكې څخه شپيته ميله لرې وه ددعوت غځولو پرېكړه وكړه، د خپل ملگري زيد بن حارثه په ملتيا يې هلته سفر وكړ په لاره كې يې پرتو قبيلو ته د اسلام بلنه وركړه، خو چا يې دعوت ونه مانه په طايف كې يې هر وگړي ته ځان ځان ته د اسلام بلنه وركړه، د هغوى له مشرانو يې وغوښتل، چې اسلام ومني خو هغوى نه يوازې د نبي كريم (ص) دعوت و نه مانه بلكې خپل غلامان، ماشومان او ناپوهان يې په لار كې ودرول او لمنې يې د تيږو او كاڼو ور ډكې كړې او په نبي كريم (ص) يې د تيږو باران جوړ كړ تر هغه يې نبي كريم (ص) او زيد بن حارثه په تيږو وويشتل، چې ټول وجود يې ويني ويني او سخت زخمي شول او پڼې مباركې د وينو ډكې شوې اخر يې يوې باغچې ته پنا يوړه، دلته نبي كريم (ص) بېخي د تنهايۍ احساس وكړ او خپل رب ته يې داسې لاس پورته كړل:
(اى الله تا ته د خپلې ناځواكۍ، كمزورۍ، د خلكو تر منځ د سپكوالي شكايت كوم، ته تر ټولو ښه مهربانه ذات يې، ته د بېوزلانو خداى يې، ته زما پالونكى يې، چاته مې سپارې؟
لرې كس ته، چې په بده سترگه راته گوري، يا دښمن ته، چې واك مې د هغه په لاس كې وي، خدايه كه ته راته په غصه نه وې، نور د هېڅ پروا نه لرم، مگر ماته ستا بښنه تر څه ارزښتناكه او پراخه ده...)
الله د خپل نبي عجز او خاري وليده، د هغه غږ يې واورېده نو يې د هغه د ډاډ او اطمنان اراده وكړه، ګواكي كه د ځمكې خلك له تاسې بېزاره وي او له تاسره مرسته نه كوي، نو د اسمان اهل مو تنها نه پرېږدي او نه درنه بېزاره دي، كه خلكو درسره جفا وكړه، نو موږ به تل درسره وفا كوو.
همغه وو، چې نبي كريم (ص) د براق په وسيله بيت المقدس ته يووړ او د هغه ځاى څخه يې د جبرايل امين په ملتيا اسمانو ته پور ته كړ او د سدره المنتهى سره يې د الله سره خبرې وكړي او د هغه سر مخامخ شو، همدلته ورباندې پنځه لمونځونه فرض شول، چې همدغه لمونځونه د هر مسلمان لپاره د معراج مثال لري او لمونځ كول د الله سره مخامخېدل دي، چې هر مسلمان پنځه وخته له خپل رب سر مخامخ كېږي..
د معراج سفر چې له مكې څخه پيل تر بيت المقدس پورې او بيا تر سدره المنتهى پورې تر سر شو، دا نقشه د الله له لوري وه، لدې پرته چې پدې سفر سره يې نبي كريم (ص) هوډ قوي كړ او هغه ته يې عملا خپل ملاتړ ور وښود، پدې كې خورا ډېر رازونه پراته دي، له دې څخه ځينې دا دي:
۱. د نبي كريم، ابراهيم عليه السلام او اسماعيل عليه السلام تر منځ يې يووالى راغى، چې ابراهيم عليه السلام هملته په بيت المقدس كې و او هملته يې روضه ده.
۲. د ديني مقدسو ځايونو (بيت المقدس او مكې) تر منځ تړاو راغى. پدې مانا، چې ټول مقدس ځايونه اوس نبي كريم او د هغه امت ته په ميراث پاتې دي او دا ځايونه او د هغې ساتنه د مسلمانانو د دين يوه برخه ده.
۳. پدې سره يې د مسلمانانو عقيدې و ازمويلې، چې دوى تر كومه حده پر نبي كريم (ص) ايمان او باور لري، ځكه دا داسې سفر و چې د ټينگې عقيدې خاوندان يې لاپسې پياوړي كول او د سستو عقيدو خاوندان يې معلومول، هغه دلايل او شواهد، چې نبي كريم (ص) ددې سفر په هكله وړاندې كړل په ريښتيا هم، چې هر ځيرك، پوهه او د سالم عقل خاوند يې قانع كاوه، ان تردې چې ډير مشركين او كفار هم په زړه كې پرې قانع وو او باور يې پرې راغى، چې په ريښتيا نبي كريم دا سفر تر سر كړى، خو د كمې پوهې او سستې عقېدې خاوندانو بيا دا نه شو درك كولاى.
۴. بيت المقدس د ابراهيم عليه السلام او نورو انبياوو خاوره ده، مسلمانانو ته يې وښودله، چې دا خاوره د مكې په څېر مقدسه او ستاسو ده او سر پرستي او واك يې بايد ستاسو سره وي.
بيت المقدس:
دا خاوره په فلسطين كې پرته ده چې د لومړى ځل لپاره حضرت عمر فاروق رضي الله عنه فتحه كړه، بيا د صليبيانو لخوا و نيول شوه، خو د مسلمانانو د يو تكړه او قهرمان غازي صلاح الدين ايوبي لخوا بېرته فتحه شوه، ددې خاورې پر سر د مسلمانانو او كفارو تر منځ بېخي زياتې جګړې وشوې خو په ۱۹۲۴م كال كې د اسلامي خلافت تر ړنګېدو وروسته د نړۍ يهودانو دې سيمه ته په را كوچېدو شول او په ۱۹۴۸م په زياته بې رحمۍ سره مسلمانان ووژل، وځپل او وشړل او خپل دولت يې جوړ كړ، چې له هغه دمه تر دې دمه بيت المقدس د دوى په منگلو كې ښكلېل او په ژړا دى او صلاح الدي غوندې قهرمان ته سترګې پر لار دى!.