ماشوم زړه
نه مې سرې شونډې په کار دي ستا دلبرې
مه مسکا دې په سرو شونډو خپروه نور
نه په مینه دې لاهو نه لاهو کیږم
خو یواځې وړې زړه مې مه پریږده نور
زه نه وایم چې مې وینې دزړه مه خوره
وینې پریږدې داکترې دزړه مې خوره نور
که دې غم راسره نه وی نو به څه کړم
دا خوږ زړه مې هر ساعت راخوږوه نور
چې له نورو سره ګرځم نه ځوریږم
راشه وار وار دازړګی مې ځوره نور
نور څه نه لرم چې دریې کړم خوبانې
دحلیمي ماشوم زړګی درسره وړه نور