|
دمريم
اکمل ناصري
د ژوندليک
قدرمنه شاعره خور مريم اکمل ناصري د لغمان
ولايت د قرغيو د همزنګ د کلي اوسيدونکې ،
د ښاغلي عبدالستار خان ( ناصري ) لور ده
چې په ١٣۵٩ لمريز کال يې د نوموړي په
دينداره او فرهنګ دوسته کورنۍ کې د کابل
په رحمان مېنه کې نړۍ ته سترګې غړولي .
مريم تر نهم ټولکي پورې زده کړې کړې او د
وخت او حالاتو توپان يې د هيلو بيړۍ د زده
کړو د بشپړاوي ساحل ته نه ده پريښې ، څو
کاله کيږي چې مريم د شعر پرښتې د احساس او
عاطفې تړون له عرشه په الهام اخيستې سره د
سوز او ګداز په ژبه خبرې پيل کړي او د شعر
د رنګينې قافلې ملګرې شوې ده .
د مريم بخت ستوری له ښاغلي ډاکتر
عبدالهادي اکمل سره ځليدلی او اوس د هغه
ميرمن ده .
د غه داغلې مريم اکمل ناصري لومړۍ شعري
ټولګه ده ، چې محتوا يې پر ښکلو غزلو او
شعرونو پسولې ده . زه دغه ټولګه د شعر او
ادب په ښځينه ډګر کې شهکار ګڼم ، شاعرې ته
مبارکې وايم .
احساس يې ژوندی . قلم يې نوښتګر او د عزت
سالو يې پر سر اوسه .
امرالله اميد
د ننګرهار ورځپاڼې مدير
 
|