|

دلته منی دی ګلونه رژيدلي
وه سيلۍ د مرګ سرونه رژيدلي
په کوم ټپ به يې پټۍ کيږدې طبيبه
له بدن يې اندامونه رژيدلي
ددې وخت ځوی د سقاو و راستون شوی
ټول علمونه قلمونه رژيدلي
رڼو اوښکو اميل وړې په هسکه غاړه
دي له پيغلو اميلونه رژيدلي
دلته هر ارمان غوټۍ په عمر مړ شو
يو ګل نه شو ارمانونه رژيدلي
چې د مينې اياتونو ځنې ډک و
دې ډګر کې هغه زړونه رژيدلي
ډير غمونه مې د زړه جيب کې ﻻ شته دي
ﻻ مې نه دي ټول غمونه رژيدلي
چې خپل يار ته به يې بالخت ترې جوړولو
ها څنګل ها مړوندونه رژيدلي
د مرګي سيلۍ ده دلته لګيدلې
د ( لونګ ) دي هم شعرونه رژيدلي

|