|
|
|
|
دمحمد نوربابا د ژوند ليک محمد نور يم غازي أباد کې لرم مکان شعر مــــــــې خپور شو په قوم د افغان محمد نور د محمد مير زوي او د طا لب لمسی دي. چه په١٢٤٣ ش کال د اوزبين په سيمه کې زيږېدلي ، او په وړکو ټوالی کي د لغمان د اليشنگ اولسوالي د غازي أباد سيمې ته راغلې او تر يوه وخته پورې هلته اوسيده محمد نور ويلي دي چي مونږ ښا يسته زيات عمر د مخه له غازي أباد ګډه کړي وه او د لغمان مرکز سلطان غازي بابا په بانډه کي ژوند کاوه او د ژوند تر پايه همدلته وه. محمد نور ليک او لوست نه شو کولاي او بېسواده شاعر ؤ سربېره پرخپلي مورني ژبي (پښتو) په پشه يې او دري هم پوهېده او له پښتو سره د دغو د د نورو ژبو شعرونه هم لري
|
|
|
|