|
 
ملګرو
ملګرو کلی زمونږ وران پاته شو
په ګير اودار کی د زمان پاته شو
د ګلو باغ می پکی ونه ليده
دا می په زړه کی لوی ارمان پاته شو
 
څلوريز ه
زه په زړه ازار پښتو نستان يمه
زه دښمن ته خار پښتونستان يمه
خپله ازادی که می په برخه شوه
جوړ د ګلو هار پښتونستان يمه
 
څلوريزه
چی وی دلته زيږيدلی يو افغان دی
په وقار او په حيسيت کی يو انسان دی
چی ازاد وی او غلام نه وی په ژوند کی
فرښته دی د اسمان نر دميدان دی
په درنښت عبدالحفيظ مليار له اتريش نه
 
غم
په دنياکی شته دی غم ای ګرانه
ياره
د چا ډير دی د چا کم يو سو په شما ره
ای د ښکلو ارزو ګانو ارمانجنه
وچ د نشو سترګو نم حفيظ ملياره
په درنښت عبدالحفيظ ( مليار
 
هغه کعبه هغه سجدی
ساقی دميو دا پيا لی د سه شوی ډک دمستيو ميکدی د سه شوی
ذا هده تا چی سره او سپين وليدل هغه کعبه هغه سجدی د سه شوی
دا چی نن غلی يی خيبره ولی دخوشحالخان دا خاتری دسه شوی
دلته ميوند کی به زه پيغلی پوښتم لکه ملالی پښتنی د سه شوی
تابه چی مينه کی خپل دار قبلوه جانانه هغه زولنی د سه شوی
چی يو افغا ن به بل افغا ن وژلو حفيظ مليا ره دا ګيلی د سه شوی
 
په احترام عبدالحفيظ
مليار ويانا اتريش
|