|
ځوانۍ سره شهرت

ځوانۍ سره شهرت د ننګ او نام مزه کوي
ټټر په لار د قوم په وينو رنګ مزه کوي
يا ژوند د خپلواکۍ ښه دی يا مرګ د
شرافت
ميدان کې د سرباز د توري شرنګ مزه کوي
که ژوند ابدي غواړئ د خپل قوم په مخ
کې مړه شئ
بيرغ د شهيدانو رنګارنګ مزه کوي
ځوانان ښايي په توره چې د ننګ توره په
ملا کي
د پېغلو په سينو لاچي لونګ مزه کوي
چې واک يې د پردو وي که قبا يې وي د
زرو
د هغه نه زوړ کند د يو ملنګ مزه کوي
د ځان غوښې کړه ويلې قوم ويښ کړه ملنګ
جانه
دا ستا غوښې وريتې لکه پتنګ مزه کوي
|