|
تر
کومه؟

بې بازخواست او بې پرسان به يم تر
کومه؟
سر سرتور څيرې ګريوان به يم تر کومه؟
په نارو مې ستونی وچ شو څوک يې نه
اوري
د کاڼه بادار دهقان به يم تر کومه؟
زما مخ د بل څپيړې به تر څو وي؟
په سلګو او په جان جان به يم تر کومه؟
د وطن خدمت دپاره وزګار نه شوم
خدمتګار د هر يو خان به يم تر کومه؟
په کرلو او ريبلو يې پوهيږم (١)
نالايق د دسترخوان به يم تر کومه؟
په قيامت کې به د ډيرو ګريوان نيسم
خوف نه ګونګ زه ملنګ جان به يم تر
کومه؟
(١): مقصد د شولې دی، د بهسودو بزګران
يې کري او ريبي خو د خوراک برخه يې
پکې نه وي.
|