|
شهيده

ه ارزوګانو سره ولاړې په ارمان شهيده
تا د خپل قوم لپاره وقف کړ خپل ځان
شهيده
دنيا کې هيچا ستا پوښتنه غمخوري و نه
کړه
اوس فريادي ولاړيې حضور ته د سبحان
شهيده
عمر دې ټول د ظالمانو جيلخانو کې تير
شو
تا د خپل قوم مينه پرې نه ښوده هيڅ
شان شهيده
د خپل زړګي په وينو سور کفن دې ګورته
يو وړ
دغه د چا له ظلمه نه وې سرګردان شهيده
د ازادۍ ناوې دې پاتې شوه د بل په کور
کې
اوس دې پښتون کاندي په ځای ستا د
ارمان شهيده
زه ملنګ جان يم مجاور ستا د مزار د
خاورو
د عيش پرستو خلکو نه يم مدح خوان
شهيده
|