نن وخاندم که وژاړم

نن وخاندم که وژاړمهسې
ګيلمونه دوه خواره دي
هم ښادي هم فاتحې دي
يم حيران چې کوم خوا لا
دلته داسې هلته ړم
دلته داسې هلته هسې
تماشې وې ورنژدې شوم
پيښوري ورونه راياد شول
ژړه غونی شان ولاړ وم
دلته داسې هلته هسې
افغاني وريرې مې ناز کا
پښتنې وريرې مې کور کې
زه د کوم نه ځان ونغاړم
دلته داسې هلته هسې
کله شونډو کې موسکۍ شې
کله تريو شې ملنګ جانه
کاميابي دې رب نه غواړم
دلته داسې هلته هسې