|
|
|
|
د دوشنبې په ورځ د برات د
مياشتي پر اوولسمه په ١٢٩٧ هجري کال چي پښتنو زلميانو، مېړو او مېرمنو د
خپل وطن د ساتني په نيت سرونه پر ميدان ايښي وه او د ميوند ډګر ته د قربانۍ
د پاره د انګرېز د تيري کونکي لښکر په مقابل کي حاضر سوي وه.... ټاکنده
غرمه وه، غازيان تږي او ستړي ستومانه وه، د ميوند پر دښت هيڅ اوبه هم نه
وې، نژدې وو چي د پښتنو لښکر د تندي څخه ماته و کړي په داسي حال کي چي د
پښتنو بيرغچي هم سخت زخمي او بيرغ يې له لاسه ولوېد. يوه پښتنه پېغله نجلۍ
چي تازه يې د ژوند د اوولسم پسرلي ګلونه بوی کړي وه راغله او د پښتنو ملي
بيرغ يې په سرو منګلو واخيست نارې يې کړې :
|
|
|
|