دمختارلونګ دژوندليک

د ټولو کايناتو پيداکونکی، د هرڅه خاوند،او د ټولو پالونکي په نوم

لونګ د ګل او بوي سره خو ټول پښتانه اشنا يو! راځی چې نن مو دداسي يوچا سره اشنا کړم چې دخوی خبرو او مجلس ځني رښتيا لونګ دی د لونګ نوم مې د ورور د اخلاقو مجلس او رنګ سره ډير ښه اړخ لګوي .
د لونګ خپل نوم مختار دی په قوم شينواری ،حيدرخيل،مخيل ، او بيا لياس خانی دی
د مرحوم ملا عبدالمحمد ځوی په ١٣٥٣/١/١٣ د شينوارو د لوي ولسوالۍ د تورلرګي په کلي
دلته وټوکى. 
 

پرهر پرهر پرهر بيا به ځې
د شپون ګوزار چنار يم
د ميني سترګک د مرګي سيلۍ
د لونګو غزل د غيرتونو څلی
دوه زړونه د ښکلو پير
ژوندون دنظرنخښه
سوګند د ښکلو ښکلې