احمد شاه بابا په اصل سدوزی او د پلار نوم يې محمد زمان خان وو. احمد شاه بابا په ١١٣٥ هجري کي زېږېدلئ وو. د مور نوم يې زرغونه وو او په پښتونولي يې د خپل زوی روزنه وکړه او ننګيالی يې لوی کړ.
پدغه وخت کي په افغانستان کي يو سم منظم حکومت وجود نه در لود پښتنو يوه ټينګ او زورور حکومت ته اړتيا در لوده څو هغه وو چي د کندهار د شير سرخ بابا په زيارت کي د پښتنو مشران سره را ټول سوه او يوه لويه جرګه يې جوړه کړه١١٦١ هجري.
لوی احمد شاه بابا
پدې مجلس کي ډيري خبري و سوې څو هغه وو چي ددې زيارت ملنګ صابر شاه د غنمو يو وږی را واخيست او د احمد شاه بابا په لنګوټه کي يې ور جګ کړ او احمد شاه بابا يې په پاچاهي و ټاکئ.
احمد شاه بابا چي يو ډېر مهربانه سړی وو د خپل زوی او يوه غريب سړي فرق يې نه کاوه نو ډېر زيات د خلکو د باور او اعتماد وړ وګرزېدئ.
احمد شاه بابا يو غښتلئ لښکر جوړ کړ. د هغه وخت د سياست له مخي يې پر هند حملې وکړې او ډېر ځايونه يې و نيول.
احمد شاه بابا نه يوازي پاچا وو بلکي شاعر هم وو. پر ده باندي خپل هيواد ډېر ګران وو او کله چي به د هيواد څخه ليري وو نو د هيواد په ياد به يې ښه ښه شعرونه ويل چي دلته يې د نمونې په ډول موږ يو څو شعره
راوړو :
ستـــــا د عشق د وينـو ډک سوه ځګرونه
ستا په لاره کښي بــايلي زلمي سرونـــــــه
تــــاتـــــه را سمه زړګی زمـــــا فــــارغ سي
بـــــېله تــــــا مي انـــــدېښنې د زړه مارونه
کــــــه هر څو مي د دنيا ملکونه ډېر سي
زما به هېر نه سي دا ستا ښکلي باغونه
د ډهلي تــخت هېرومــــــه چي را ياد سي
زما د ښکلي پښتونخــــــوا د غرو سرونه
په ١١٨٦ هجري کي پسله شپږويشتو کالو پاچاهۍ څخه مړ سو او دکندهار په ښار کي ښخ سو
.