ليمو نه چې بهر شولې نظره چيرته ځې؟
له غرونو چې پناه شوې ښکليه لمره چيرته ځې؟

څه رخه دې مئينو سره کيږي او که څنګه
ماښام ته چې نيږدې شوې مازيګره چيرته ځې؟

د زړه پر للمه دښته مې يو څوک خو رازرغون کړه
ايسار شه پسرليه مروره چيرته ځې؟

څه ښه وو چې جانان په تصور کې راته ويلې
راځه کينه دمه شه زوروره چيرته ځې؟

د شر د سوداګرو قافلې بازار ته راغله
لږ وار وکړه د امن پيغمبره چيرته ځې؟