|
|
|
|
ليلو ته ليک له غــــــــرونـــواخـــــوا لـــــــه سيندونواخوا يــــــــه دڅپـــــــــې غـــــونــــدې اوترې ليلو دليـــــــــونــــــي زړګـــــــي ســـــلام درليـــږم نارې مې واوره مــــــــساپـــــــــرې ليـــــــلو * * * يـــــــوداچــــــــې ښکلې جــامې مه اغونده بل پــــــــه وربـــــل کـــــې دې ګلونه مه ږده دانظروږي ګـوربــــــــتان خــــــــــو ويــــــنې لکه دزرکې قـــــــدمـــــــونـــــــــــه مـــــه ږده * * * لــــــــه سپين رخسارنـــــه دې غـــباردسفر دسپين ټيکري په پيڅکه مــــــــه پـــاکـوه لکه ږلۍ به وري ستـــــــرګـــــــې پـــــــرتـــا پـــراننـــــــــګوګــــــــــلونــــــه مـــــــــــه وروه * * * لــــــــــکه پــــــــــه ګـــــــردکــــې دباروتوپټه دخپل وطن دسپوږمۍ رنـــــــګ واخــــله سردې پردي پـــــــاچـــــاتــــه ټيــــت مه شه دعــــــــــادکـــــــــــلي لـــــــــه ملنـــګ واخله * * * ليــــلوپـــــــه خپل ښايست کې پټه ښه يې څودسپېروستـــــــــرګــــــودرپــــــام نه شي خدای مه کړه وران دې دخپل ســـردپاسه پرتادخــــــــپلې ښکــــــــــلابـــــام نــــه شــي * * * ليلوزمــــــــالاس بــــــــــه درونــــــــه رســـي چې درته غردسپـــــېلنـــــولـــــوګــــی کــړم چې ستاله ښـــــــکلي مـــــــخ يـــې وتمبوم چې نظرونـــــــــه دسپــــــــــېرولــــوګی کـړم * * * زمالاســــــــونـــــــه پــــــــه زنځيـــــــرتــــړلي خوبــــــــياهـــــــم تـــــاتــه له دعانه ډک دي د هرورغوي مې خـــــــــطونــــــه ريــــــږدي زمادخپـــــــــل زړه لــــــه درزانـــــه ډک دي * * * ته چې غبــــــــــارلــــــــــــه ايـــــــينوپــاکوې دخريدارپه نــــــــــــظرځــــــــــان تــــه ګورې فکردې وي چې داغ پــــــــــه زړه وانــخلې ډک دغاټولوبــــــــيابــــــــــان تــــــــه ګـورې * * * داخپل ژوندون به درته وران ښکاريــــږي خوته يوباغ يې پـــــــه دې وران کـــلي کې دمرورو پـــــــــسرلــــــــــو پـــــــــه شــــــــانې په دې رنځـــــورغــــونـــدې خزان کلي کې * * * مادرته نه وې چې بيــــــــماره بـــــــه شـــــې پردی وطن دی په سيــــــــنګارڅـــــه کوې خپله ښکلاپه زړه کې پــــــــــټه ســـــاتـــــه دشنوبنګړوپه شرنـــــــــګهــــــارڅــــه کوې * * * په دسمال وتړه بــــنګړي دمــــــــــــړونــــــد په کې بندي کړه ليـــــــــونــــــــــي راګــــونه نه چـــــــې دچـــــاغـــوږونه څک شي درته زړه کې لمبه کړه سپـــــېلنــــــي راګـــــــونه * * * سترګوته نيم ســــــــــلايــــــــــي مـه ورکوه پام په لجرومې چې غـــــرض ونـــــــه کړې کـــــــړۍکـــــــــړۍ څڼــــــې پــرېشانې ساته په دغې لومې چې غرض ونـــــــــه کــــــړې * * * د لاالـــــــــه الالله پــــــــــــــــــــــــه ذکــــــــــــــر پاکه ســـــــــتره اومقــــــــــدســـــه ګــــرځـــه بس په صدف کې مـــــــرغــــــــلره بــــه يـې لرې له خاره او لــــــــــه خســــــه ګـــــرځـــــه * * * دغـــــــه يـــوڅوشپې دي بس تېرې به شي په خپل وطـــــــن کـــــې بـــــه رڼاخوره شي لکه دزاڼــــــــې بـــــه پــــــــرواز راوکـــــــړې ستادراتللوبــــــه غـــــوغــا خـــــــــوره شي * * * وي به ورغـــــــوي ستـــــــــا،هندارې دجم ډک درازونـــــــــوکټــــــــــوري بـــــه راوړې درته به خاندي يـــتيـــــــــمان زخـــــــمونــه خوږه دمــــينې ټــــــــــکوري بــــــــه راوړې * * * په خپل وطـــــــن کــــــې به سرشاره ګرځې زمادتوروغرونوســــــــپــــينې بــــــــــــازې زمادزړه پــــــرچــــــــګس کېـــــــږده پـنجې زمادخپــــــــــــل وطــــــــــن دميــــنې بــازې
١٣٨٥-٢-١٦کابل خيرخانه مېنه
|
|
|
|