لږ مي سترګو ته...

لږ مي سترګو ته په ځير شه، ژړيدلى يم كه نه يم
د مخ ګونځو ته مي ګوره، ځوريدلى يم كه نه يم

ملا مي ماته شوه له غمه، له ظلمونو او ستمه
خدايږو ياره را ته وايه، نړيدلى يم كه نه يم

نه مي پاڼه نه مي ښاخ شته، وچ ولاړ يم په دي باغ كي
ته لا پوښتي اي بلبله، غوړيدلى يم كه نه يم

نه په زور شم خنديدلى، نه په ورو شم موسيدلى
قضاوت په خپله وكړه، كړيدلى يم كه نه يم

اسويلي مي شول اوريځي، رڼي اوښكي مي باران شوي
ددلګير آسمان په شاني، تنيدلى يم كه نه يم

د ځګر د كباب بوي مي د فلك تر بامو تير شو
د فراق په سرو اورونو سوځيدلى يم كه نه يم

ټول وجود مي مينه مينه، كه مي رګ دي كه مي وينه
په چينو د محبت كي، لمبيدلى يم كه نه يم

نه دي زرو عبادت، نه دي زورمندو اطاعت كړم
زه له مور د آزادۍ نه، زږيدلي يم كه نه يم

عمر تير شو محبت كي، ددلدار په عبادت كي
څه پروا كه اوس مقصد ته، رسيدلى يم كه نه يم