|
خیال
امیدونه ارزوګانی می لرلی
د فکرونو او خیالونو په چرتو کی
زنګیدمه تر فلکه پوری پورته
اسمانونو کایناتو په قصو کی
دا دنیا می وه له فکره هیره کړی
ګرزیدمه زه د ستورو په سرو کی
د وطن ښکلی ښارونه شنی دری هم
د ګلونو ارغوانو په میلو کی
د لاله موسم کی تلمه تر شماله
د نارنج د ګل باغچو شرقی ښارو کی
د وطن په هر ګوښه کی څو ځل تم شوم
د پامیر او هندوکش په سر درو کی
غرب او شرقه پوری لاړمه څو ځلی
د کابل د اسمایی هغه کوڅو کی
د میړانی او غیرت په کور پیاده شوم
د ملالی او نازو کلو ، بانډو کی
ناګهانه شوم راپورته د چرتونو
وم میشته زه په پردی ، پردی ملکو کی
نه می خپل وه نه خپلوان او نه خواخوږی
سوزیدمه د غربت په سرو لمبو کی
------------------------------------------------
نجم الدین سعیدی
۲۰۰۷ کال غربت
|