خــپـلــه کــیــږدۍ ښـه ده

مــــه تــــړه شـــمـلــه یــــاره پـــه غـــاړه دی اوګـــۍ ښــه ده
ســل بـې نــنــګ زلــــمـونـــه یــــوه نـــره مـــلالـــۍ ښـــه ده

تــــه کــیـنــه کـــرار پـــه کــور ، بــل دی کـــړه وړو تـه اور
مـا تــه د خــــوشــــال تــــوره چــــابـــکــه مــــړنـــۍ ښـــه ده

تــه لــولـی د بـل بـــوسـتان، هــیـردی کړه د مــور لــسـان
مـــــا تــــه د غــــــنــی یـــــو ه غــــزلــــه لــــیــونــــۍ ښـــه ده

تـــه وای ګــلـســتـــان نـــغــمی، زه وایم د رحــمـان نغمی
مــاتــــه د کــــروړ مــلــــی بــــدلــــه پــــخــوانــــۍ ښـــــه ده

ځــــان بـــه هــله شـــی مــې ځـــان ،شـی چې د وطن قربان
ســتوری د پـردۍ بـنـګلـی نــه دا خپـلــه کـــیـږدۍ ښه ده