|
د ښکليو اننګوته مې نظر غځوي
لاس
سپوږمۍ د څوارلسمې ته خو لمر غځوي لاس
اوس ګورو به چې چا ده د قسمت لوبه ګټلې
د مينې پيغمبر د چا په سر غځوي لاس؟
د کوم مئين په قتل پسې ووته له کوره
په ناز په کرشمه لکه خنجر غځوي لاس
د چا د ګريوان تار تار يې په ګوتو کې نيولی
دا شوخې شيوه ګرې خو اکثر غځوي لاس
که خدای کول جانان به مې لاسونو کې لاس راکړي
خلک وايي چې اختر کې مرور غځوي لاس
|