اوښکې مې لاړې مسا فرې شولې
څيري ګريوان باندې ورلرې شولې

لمن مې ا و ر د نفا ق و ا خستلو
د بد نا مۍ جو ړ ې خبر ې شو لې

اشنا رقيب په څنګ کې ونيو لو
د عا شقۍ ماتې لښکرې شو لې

سپوږ مۍ ترې وخو ړه دشپو ليوانو
د ر ڼا ګا نو ميند ې بو ر ې شولې

د ملا لۍ خويندې بهر و وتې
چې په ډ يو شپې ز ور ورې شولې

پکو ل پټکی را نه مغلو يو ړ ل
قولې خولۍ مې مرورې شولې

کا ر ګه دباز چګس ته پورته شولو
هو ښيا ر ې ز رکې قلند رې شولې

دخد متګار له زړه نه ويني څاڅي
چې په ژړا سپينې کو ترې شولې