خيرات غواړم

د انګړ وره كي دي ناست يم خيرات غواړم
ستا له شونډو نه اوبه د حيات غواړم

كوم قولونه چي مي كړي وو كعبه كي
ساقي ستا په ميخانه كي يي مات غواړم

د ناصح نصيحتو په غوږو كوڼ كړم
د ذاهد له شرارت نه نجات غواړم

چي مي لاس ستا له تنكۍ غواړي نه تاو وو
يو ځل بيا له خدايه هغه حالات غواړم

كوم صفات چي رب وركړي وو مجنون ته
ستا په مينه كي زه هغه صفات غواړم

چي آيات د محبت پكي نازل شي
هغه ښكلي پاكه شپه دي برات غواړم

چي توتيان د سمرقند په ولولو كړي
زه هم ستا له هغه نبات غواړم

كه مي زړه پرته له تا نه د بل ياد كا
په اورونو دي هجران يي وفات غواړم

ستا په در كي په زګيروو او شيون خوښ يم
نه محراب او نه كعبه، نه جومات غواړم