زه په حجرو کې یم لوي شـي ټـنګ ټکــور خــوښوم
د فـن په غــیـږ کې د ادب او سـیاسـت شور خـوښوم

وروري مـــنم غـــلامــې نـه مــنـم پــه جـار وایـــمه
د ورورولۍ جـذبـه په زړه کې لـور په لـور خـوښوم

د بـل پـه مــټـو کــه لــوئــېږم هـډو لـوئ دي نـه شـم
پــښـتون ځـلمې یــم زه د خـپـلـو مـټـو زور خـوښوم

قام په سیاسي ، ثقافتي پــیــژنــد ســیـنګار غــواړمه
زړه او دمـاغ کـې د پــښــتو د مـیـنې اور خــوښــوم

د پـردیــسۍ د ژونــد مــاڼــۍ کــې ګلان کـلــه کــرم
زه کــبـیر ســتوری د وطــن د خـټـو کــور خـوښـوم