خريداردي يمه

د سترګو توره خريدار دي يمه
د غمو كوره خريدار دي يمه

خلك له تا ده لري، لري ګرځي
د ميني اوره، خريدار دي يمه

په برالا كه را كتلى نشي
پټ، پټ را ګوره، خريدار دي يمه

چي د زمريانو ملي دي ماتي كړلي
ډكه له زوره، خريدا دي يمه

نن او سبا ستا پلټني كوم
له ژوند تر ګوره، خريدار دي يمه

پريږده چي ټول مي شي خبر له ميني
وايم په زوره، خريدار دي يمه

بيله تا هيڅوك په دنيا نه لرم
زما غمخوره، خريدار دي يمه