|
|
|
|
دحوالورې جنت راسره پرېږده چې پيدامې کړې دخيال په شنه اسمان کې ترهلال نه هم نازکه وې نرۍ وې کليمه به مې ويله درکتل مې ښايسته لکه هيکل دښاپېرۍ وې دشفق پرسره غونډۍ به راختلې شپه په شپه به لويېدلې سپوږمکۍ وې اخر داچې زما زړه ته شوې راکوزه وکمال ته رسيدلې وې سپوږمۍ وې * * * زما اوښکې دې په ستوروکړې بدلې زما ژوند دې دشينکي اسمان په څېرکړ دلاهوت په خوشحاليوکې دې ډوب کړم دغمجنې ځمکې غم دې رانه هېرکړ له سندروبه يې ډکه لمن راوړه زماخيال دې جنتونوته ورتېرکړ سره ګډ مو وو ځنبل دبڼوګانو زمازړه دې له خپل زړه سره کوشېرکړ * * * خوپه ورو ورو مې په زړه کې شوې په تنګه دخپل ښکارپه وينو سرې شاهينې لاړه اوس نو درسته شپه له خپله درده ويښ يم دشفق پرغونډۍ ناستې مينې لاړې وی سپوږمۍ خوپه څوشپوکې سپوږمکۍ شوې زمااوښکې لکه سپينې وينې لاړې دهلال خواته روانه يې ورکېږې ستاتغمې په زړه لرم قمچينې لاړې * * * که رانغلې شې اخر به ترۍ تمه لږمې غوږپرليونۍ خبروکېږده دشبنم دڅاڅکوڅاڅکو په شان راشه بسم الله کړه پښې دستورو پر سرکېږده زه دې بيا دزړه په ګل کې پټومه لکه ژوندبه دې توده کړم پکې رېږده دادم دزوی په غېږه کې سر کېږده دحوالورې جنت راسره پرېږده ١١-٩-٢٠٠٤کابل خيرخانه مېنه
|
|
|
|