جانان ښکلی ګودرښکلی چنارښکلی

په دې ښکلیوباندي ښکلی دی یارښکلی

ټکی ټکی تږي زړه کې زرغونیږي

ساقي ښکلی جام یې ښکلی خمارښکلی

له هرترنګ سره دژوندښاپیرۍ ناڅي

مطریب ښکلی محفل ښکلی ستارښکلی

تک سپین وری یې لکه سپین ستوری په غیږکې

کوچۍ ښکلې اوښ یې ښکلی مهارښکلی

چې له شونډویې راوزي ښکلې لګي

خنداښکلې اقرارښکلی انکارښکلی

ښکلي ښکلي دي بې شکلیوښکلا نه شته

چالیدلی بې ګلونوګلزارښکلی

له وحشته تصورکیدلای نه شو

چې منصورپه غاړه کیست شودارښکلی

غضري دځوانۍ عمرداسي تیرشي                     

لکه تیرچې شي یوځلي په لارښکلی