لیکوال : ډاکټره سعیده (ریاض )
ژبـــــاړن : امان الله (عابر)

دکتاب ځانګړتیاوې :

نوم : له اسلامه وړاندې دمکې مکرمې تاریخ
لیکوال : ډاکټره سعیده (ریاض )
ژباړن :امان الله (عابر)
مآخذ: ایضاح مجله، درمضان دمیاشتې
اوومه ګڼه
چاپ: لومړی
دچاپ نیټه :
کمپوزګر: خادم احمد (حقیقي )
خپرندوی :




بسم الله الرحمن الرحیم

پوهان دمکې مکرمې په مصدر او اشتقاق کې دنظر اختلاف لري چې پدې بحث کې همدې نظرونو ته اشاره کوو:
۱- مکه ځکه ورته وایي چې ( ازدحام ، دخلکو ډېر تګ راتګ په مکه کې وجود لري لکه چې وایي : ماشوم دخپلې مور تی په ډېره تیزۍ سره ټول ورودلو ) قد امتک الفیصل ضرع امه اذا مصه مصا شدیدا ))
یاقوت : (( معجم البلدان ماده مکه ج . ۵ ، ص ۱۱۲ ، ۱۸۱ ))
۲- شرقي بن قطامي وایی : (مکه یې ځکه په مکه نومولې ده چې عربو به له اسلامه مخکې ویل: زموږ حج په هغه وخت داکمال درجې ته ورسېږي ، چې دکعبې چاپېریال ته راشو او په ټوله کعبې کې آوازونه وکړو او شپیلۍ ووهو . دجاهلیت په وخت کې به عربو په کعبه شریفه کې ترهغه شپیلۍ وهلې او چکې چکې په کې کولې ترڅو به چې له دې ځایه نه ؤتللي بلکې همدلې کارته به یې دوام ورکولو او (مکک ) دشیلي وهلو په معنی دي ـ پورتنی ماخذ .
۳- ابوبکر انباري وایي : مکه ځکه پدې نوم یادېږي چې دظالمانو او جاهلانو عقل سرته راولي (په سد کوي یې )) او ددوی تکبر او غرور له مینځه وړي ـ پورتنی ماخذ .
۴- یوه ډله خلک بیا داعقیده لري : (مکه ځکه ورته وایي چې ددوولوړو او اوږدو غرونو ترمینځ پرته ده او مکه ددې دووغرونو دسوروالی په نسبت سره مساوي او برابره ده ـ پورتنی ماخذ .
لغت پوهان وایي : مکه کې پدې نوم نومولي ده . ځکه چې خلک دعبادت لپاره خپل لوري ته کشوي او له هر لوري نه ورته ډېر خلک راځي لکه چې خلک په عرف عادت کې وایي :
( امتک الفصیل اخلاف الناقه )معنی داچې ماشوم دمور تی په تیزۍ سره په خوله کړ او په تي کې هیڅ هم پرېنښودل څرنګه چې مکه دعبادت ځای دی او خلک خپل لوري ته دعبادت لپاره په تیزې سره کشوي ـ پورتنی ماخذ .
۶- حموي وایي : مکې ته ځکه مکه ویل کېږي : دلږ شېدې لرونکي تي رودل ـ ځکه خلکو په ډېره سختۍ سره له مکې څخه او به وړلې .
ب ـ یا داچې مکه ګناهونه داسې له مینځه وړي لکه ماشوم چې دمورتی روي او هېڅ شېدې پکې نه پاته کیږي.
ج ـ داهم ویل شوي چې مکه ظلم اوزیاتي ته دپای ټکی ایږدي اویادهغه په راکمولو کې رول لوبوي نوځکه په دې نوم یاده شویده .
الله تعالی په خپل قول کې مکه د(بکه) په نوم یاده کړې ده : ژباړه : ( دخلکو دعبادت لپاره لومړنۍ خونه هماغه آباده شو ې خونه (بکه) ده چې مبارکه ده اودنړۍ دخلکو دلارښوونې لپاره په هغې کې څرګندې نښانې چې دابراهیم مقام دي ، څوک چې هلته داخل شي په امن به وي . خلکوته اړینه ده چې دخدای خونې ته دورتلو تکل وکړي چې دورتلو توان به لري هغه څوک چې کفروکړي خدای ج په هرحالت کې دخلکو څخه بې نیازه دی . دآل عمران سوره ۹۶ ، ۹۷ آیتونه .
تاریخ لیکونکي لیکي چې له بکه څخه مقصود دکعبې چاپېر یال دي . ارزقي ، دمکې اخبار ۱ج ۱۸۸ ص . بکه او مکه یو دي . دجزیره العرب دجنوب دخلکو په عادت باندې (میم ) په( ب) سره اوښتی دي . مکه مکرمه نور نو مونه هم لري لکه (ام القری ، چې په قران شریف کې هم یادشوی دی . ژباړه : ترڅو دمکې او دمکې دچاپېریال خلک وویروې همدارنګه خدای ج مکه د(امن )په ښار هم توصیف کړې ده لکه چې (دتین) سورت په ۱ ، ۳ آیتونو کې وایي : ژباړه : ترڅو دزړي خونې له ګردا ګرد څخه تاو را تاو شي . ) دحج سوره په ۴۹ آیت کې خدای ج مکه په (ښار ) سره نومولې ده : ژباړه : قسم یادوم پدې ښار (مکه ) باندې پداسې حال کې چې ته پدې ښارکې اوسېږې . همدارنګه الله تعالی مکه مکرمه په بیت الحرام سره هم یاده کړېده اووايي : زما خدایه ما خپل نسل پداسې دښته کې پریښي چې زراعت اوکرهنه پکې نشته او ستا سره مې ستا دعزت په خاطر مقیم (هستوګن) کړ .
همدا ډول خدای ج دمایدې سورت په ۱۵ آیت کې وايي : ( الله تعالی کعبه دخلکو دعبادت لپاره بیت الحرام ګوځولې ده )






دمکې جغرافیه
مکه مکرمه په یوه دښته کې پرته ده چې دادښته د( دره ) په نوم یادېږي چې له هره لوري ورباندې غرونو احاطه کړې ده چې د کعبې چاپیره یې دایروي غرییزه سلسله جوړه کړې ده. یاقوت ، معجم البلدان ماده مکه ، دمیم توری ۵ ج ۱۷۸ ص . دمکې هوا راو مسطح سیمې دبطحا په نوم یادیږي .
باالاخره بطحا بنو قصی چې دقصی قبیله ده اود حرم په اطرافوکې میشته وه .دمکې اخبارلیکوال ارزقي ، په ۲ج ، ۵۴ مخ کې زیاتوي چې مسجد الحرام په یو لنډ دیوال باندې احاطه شوي ؤ چې چټ یې نه درلود او خلکو به دمسجد په اطرافو کې سهار او ماښام غونډې جوړولې چې په سر به یې سیوري ول کله به چې سیوري ختم شول غونډې به هم پای ته رسېدې ـ پورتنۍ مصدر ۵۵ مخ .
نشیب حرم مسفله او فرار دمصلات په نوم یادوي .
المقدسي ، احسن التقاسیم ، ۱۷ مخ یاقوت . معجم البلدان ، دمیم توری .
دمکې غرونه : ابو قیس دایو لوی غر دي چې دمکې ختیځ لوري ته پروت او په مسجد الحرام باندې حاکم دي ، قیقعان غر ، فاضح غر ، دمحصب غر ، ثور ، حجون ، سقر ، حرا ، بشیر ، کفاحه ، مطایخ او فلق دي ـ یعقوبي تاریخ ، کتاب ابلدان ۳۱۴ ص . ارزقي وایي مکې ډېرې اوبه درلودې او خلکو به دحرم دبیرون له څاګانونه اوبه وړلې . ارزقي دمکې اخبار ۲ج ، ۶۴ ص. اوبه به له (کرآدم) چې په مفجرکې واقع ؤ اود(خم) له څاګانو څخه راایستل کیدې چې پورتنۍ څاګانې دبني مخزوم ترقبیلې پورې اړه درلوده ( هماغه اثر ۲ ج ۶۴ ، ۱۷۳ ص . دوی به په سطلونو او مشکونو کې له دې څاګانو نه اوبه وړلې او هغه به یې په هغه حوض کې چې دغوړینې څرمن څخه چې دکعبې په منځ کې جوړشوی ؤ تویولې چې حاجیانو به دخبل ضرورت په اساس دنوموړو اوبو څخه استفاده کوله
ازرقي له ابن عباس رض څخه یو قول روایت کړی دی : کله چې قریش په مکه کې تیت او خواره شول او نفوس یې ډېرېده نوداوبو له لږ والي سره مخ شول او داوبو کمښت ستونزې رامنځ ته کړلې نو قریش دڅاګانو په لټه کې شول
نو مره بن کعب بن لویي یو کوهي وکینده چې (رم) نوم نې درلود او عرفات ته نږدې پروت دي ( هماغه اثر ، ۱۷۳ .
په مکه کې او به ډېرې لږ پیدا کېدې دمکې خلک به له دې ستونز ې څخه ډېر ځورېدل ( یاقوت ) معجم البلدان ماده مکه ۱۸۲ م . ابن هشام ویلي : (مخکې تردې چې قصې قریش یوه مرکزته راټول کړي او مکې ته وردننه شي له هغه خندوقونو ، حوضونو نه او هغه څاګانو نه چې دغرونو په سرو لويي بن غالب دحرم نه بیرون کیندلې وې چې د(یسیره) په نوم یادېدې او له هغه څاګانونه چې مره بن کعب کیندلې و چې د(روی )په نوم نومېدل او دعرفې تر څنګ یې موقعیت درلود او به ورسره اخېستې له دې وروسته کلاب بن مره دخم او ورم څاګان دمکې په شا کې وکېندل ( دابن هشام سیرت ۱ج ۱۵۸ ص . کله چې قصې دقریشو مشری په غاړه واخیسته نو یو څاه یې وکیندلو چې د(عجول) په نوم یادېده نو هغه عرب به چې مکې ته راتلل له دې څاه څخه په یې ګټه اخیسته له همدې امله به یو بل سره به په جګړه اخته کېدل ـ ( همدغه مرجع او همدغه مخ ) شاعر هم دا خبره تاییدوي :( دعجول له څاه نه به مو او به څښلې او بیا به بیرته تللو مخکې تردې چې حاجیان له هر طرفه راشي او ګڼه ګوڼه جوړه کړي قصې په خپله کړې ژمنه په رښتیا چې وفا وکړه او یو کوهی یې دخلکو داړتیا وو لپاره وکینده .
قصي همدارنګه دمکې په پورتنۍ برخه کې دابان بن عثمان دکور په مخ کې یو کوهی ژور کړ خو دا کوهي بیرته له مینځه لاړ او جبیر بن مطعم بن عدي بن نوفل بن عبد مناف ددویم ځل لپاره جوړ اودبیاودانولوکاریې پیل کړ . ارزقي ، دمکې اخبار ، ۲ج ، ص ۱۸۲ .
عبد المطلب دزم زم کوهي وکینده دې کوهي دمکې ټول څاګان تر خپل اغېز لاندې راوستل ځکه دجومات او کعبې دننه وکیندل شو اوپه نورو اوبو باندې یې غوره والی درلود چې دا کوهۍ داسماعیل بن ابراهیم په کوهی سره یادیده .
(دابن هشام سیرت ۱ج ۱۵۸مخ )
مکه دیمن اوشام دقافلو دتیریدو دلارې په منځ کې په یوه دره چې دسرات دغرونو په دروکې پرته ده اوله هره اړخه یې وچ غرونه آحاطه دي قران کریم دا دره د(غیرآباده دره اودکرهڼې اوزراعت غیرقابله یاده کړیده ) نو له همدې امله دمکې خلکو خپلې دژوند اړتیاوې دمکې نه بیرون لکه طایف اوسرات کې پوره کولې دهمدې اوازې په اساس حضرت معاویه بن ابو سفیان چې کله دخلافت چارې په لاس کې واخیستې هڅه یې وکړه ترڅو باغونوته روانې اوبه ورکړې هغه چې دمکې په چاپیریال کې یې جوړکړی ؤ
(ارزاقي :دمکېې اخبار۱۸۳مخ
دمکې دهوااواوبوپه هکله باید وویل شي :چې دورځې په اوږدوکې به سخته ګرمي وه، ګرم اوتنفس خفه کوونکي بادونه لګیدل مقدیسي د مکې اقلیم دارنګه تصویرکړې دی (په حرم کې سخته ګرمي اووژونکي بادونه وجودلرې ماشې اومچان زښته ډیردي (دابن هشام سیرت ۱ج۱۷۳مخ
ابن هشام وایی : حلیمې سعدیی دنبي مورته وویل : ښه داده چې زوی دې له ماسره پریږدې ترڅو دمکې له ژوند څخه لرې وي ځکه دی دمکې له هغې طاعوني ناروغۍ څخه
چې هلته خوره ده ویره لري (هماغه مصدر ۵۶مخ
څرنګه چې معلومه ده چې شیری،چیچک ،سرخکان اومحرقه ناروغیو په مکه اومدینه کې دفیل په کال کې خورې شوې وې اودپسرلي په موسم کې به د ګرمۍ درجه ډیره لوړه وه کله به چې دموسم ګرمي پای ته رسیده اومنی به رارسیده خلکو به دسیلاب له ډاره په امن کې نه وو سیلابونو به دمکې آبادۍ تهدیدوله ډیرلوی اوخطرناک سیلاب هغه ؤ چې دجرهمي په وخت کې راغی چې دکورونودننه ننوت او ړنګ یې کړل چې دجرهم قبیلې ددوهم ځل لپاره بیاآبادکړل (ارزقي دمکې اخبار۱ج ۴۳مخ ) دقزاعه دحکومت په وخت کې یو سیلاب راغی چې دمسجدالحرام دننه هم اوبه داخلې اوترکعبې راتاوشوې چې داسیلاب دقاره سیلاب یعنې احاطه کوونکی سیلاب په نوم یادیده (هماغه اثر ۲ج۱۳۴مخ
والفاسي :شفاالغرام ۲ج ۲۶۵مخ ) اګرکه سیلابونوبه خرابۍ رامنځ ته کولې اوبه یې په وړو طیعي خړونو کې راټولیدې خو دوام به یې نه درلودهاو یا حوضونه اوچینې وی چې اوبه یې ذخیره کولې چې ددې چینو اوحوضونو په څنګ کې به ګیاوې اودخرماوې زیاتې ونې وې (ارزقي :دمکې اخبار۱۷۸ج ،۱۸۱
دمکې تاریخ :
ابراهیم علیه سلام اوزوی (اسماعیل )یې دمور هاجرې سره په مکه کې اوسیدل اودکعبې خونه یې داسماعیل به مرسته پیل کړه اسماعیل دجرهم دقبیلې له یوې ښځې سره نکاح وتړله دجرهم خلکو دمکې په اطراف اوپه مکه کې کورونه جوړکړي ؤ .د اسماعیل له مرګه ورسته حارث بن مضاض جرهمي دکعبې عهده دارشو اودی لومړنی کس ؤ چې ددې کارفعالیت کوونکی ؤله دې پېښې وروسته دخزاعه قبیله دسیلاب په څېر دمکې لورته را وکوچېدل او دمکې په شاکې استوګن شول او په جرهم قبیلې باندې زورور او هغوی یې له مکې څخه وشړل .
لومړنی کس چې دخزاعه له قبیلې نه یې مشري لاسته کړله عمر بن لحې ؤچې دابراهیم ع دین یې تغییر اود په بوتانوعبادت یې تبدل کړ تاریخ لیکونکي عقیده لري چې نوموړي دبلقا الروم چې نننی ترکیه ده څخه له ځانه سره بوتان راوړل او دکعبې په چاپیریال کې یې نصب کړل (( ابن کلبي ، کتاب الاصنام ، ۸مخ ، دابن هشام سیرت ۱ ج ، ۷۹ مخ ، یعقوبي کتاب البلدان ۱ج ، ۲۰۱ مخ .
خزاعه دبیت الحرام اداره په لاس کې ونیوله او دمضر قبیلې په خلکوته اجازه ورکوله چې له عرفې نه دمنی لوري ته دورځې په سهار قربانۍ بوزي یعنې ددې ددو قیلو ترمنځ قدرت او حاکمیت ویشل شوي و (( مسعودي ، مروج الذهب ، ۲ج ، ۵۷ مخ .
وروسته مضر او کنانه په مختلفو ریښو وویشل شولې کورونه او اډې یې جوړې کړې او دمکې شریفې په شاکې اوسېدل تردې چې قصې بن کلاب بن مره وتوانېدو تر څو دکعبې حاکمیت او اداره دخزاعه له قبیلې نه لاسته راوړي . دوی او بوغبشان خزاعی مغلوبه کړ او همدا قصې و چې خواره واره قریش یې سره راټول او په مکه کې یې ورته مقام او منزلت ورکړ دبطاح قریش اوهغه قریش چې دمکې په شاکې میشت ؤ سره معلوم کړل دبطاح قریش هغه کسان و چې په په مکه کې به اوسېدل چې پدوی کې سودا ګرو او مالداره خلکو هم شتون درلود چې هغه : بنی عبد لامناف ، بنی عبد الدار ، بنی عبد العزی ، بنی زهره ، بنی مخزوم ، بنی تمیم ، بنی مره ، بنی جمح ، بنی سهم ، بنی عدي او بنی عتیق بن عامر و . له مکې نه بیرون قریشو دا څانګې درلودې (بنو محارب ، حارث بن فحر بن اورم بن غالب بن فهر بن حصیص بن عامر بن لويي (هماغه اثر هماغه مخ.
دمکې رښتونی تاریخ دقصي بن کلاب بن مره قریشي چې دمکې دامر او نهي ولایت یې دپنځم میلادي قرن په نیمایی کې په غاړه درلود پیليږي خو تردې دمخه مکه کوم ځلانده تاریخ نه لري اوکوم تاریخ لیکونکي چې هغه وخت ؤقوي او ثقه ندي خو کېدای شي چې هغه مسلمان تاریخ لیکونکي او هغه چې له اسلامه مخکې او وروسته یې درک کړی دي پرې باور او اعتماد ولرو.
ددې عصرونو ترمنځ فاصله ډېره زیاته ده خو دقصې او دقریشو دقبیلې عصر او زمان روښانه دی . دوی په مکه کې دښار اقتصادي ، دیني اوادبې چارې ښې سنبال کړې ددوی داهتمام او غم خوړنې له امله مکه ددي قرن په پیل کې چې داسلام دمبین دین له ظهوره سره برابردی دیوه عربي ښار بڼه غوره کړه . دقصې او داسلام تر راڅرګند یدو پورې له یو سله پنځوسو نه ډېر کلونه ندي تیر شوي پدې وخت کې قریشو له مکې سره مستقیمه اړیکه درلوده خو داهم باید یاده ولرو چې عرب بیداره اود ذکاوت لرونکي کسان ؤ،خپل حسب ، نسب او ژوند لیکونو ته په اعلی احترام قایل ؤ له همدې امله دپلرونو کارنامې به یې یادولې او ویاړبه یې پرې کاوه آن تردې چې کله به دعقل تر برید هم سره ووتل په هرحال له مختلفو روایاتو نه کولای شو چې حقیقت ته نږدې خیرکه عین حقیقت نوي هم دمکې دوخت تصویر لاسته راوړو مخکې تردې چې دمکې تاریخ ته لاړشم داښه بولم چې دقریشو په اړه یو څه ولیکم : امام طبري په دې اړه په لنډه توګه وایی : قریش دقریش ابن بدر بن حارث بن یخلد بن نضر بن کنانه په نوم یادوي کله چې دبنی نضر قافله رارسېږي عرب وايي (دقریشو قافله راغله ). اوویل به یې دادبنی نضرلارښودي نومونه ددوی په سفرونو او دقافلې په سالارانو کې ، قریش یو زوی درلود چې بدر نومېده . ابن کلبي وایي : قریش دبې پلاره، بې موره او بې سرپرسته نسبونو ټولونکي ؤ نور بیا وایي : بنو نضر ځکه بن کنانه قریش بلل چې یوه ورځ بن کنانه دقوم دمجلس شوری ته لاړوچې یوه عدي بل عدي ته ویل (نضرته ګوره! چې دقریشو داوښ په څېر ښکاري . )
ویل کېږي چې قریشو ته ځکه قریش ویل کېږي چې د یو بحري حیوان چې قریش نوم چې له ډېر قوت له امله لوی حیوان دي شباهت اوورته والی لري . داهم ویل کېږي چې ( نضر بن کنانه به دخلکو ضروریات له خپله ماله پوره کول او قریش دنیازمندانو دڅارونکي او مفتش په نوم یادېدل . خوداهم ویل کېږي : چې دنضر بن کنانه نوم قریش ؤ اوداهم ویل کېږي چې بن نضر بن کنانه دبني نضر په نوم یادېږي تر هغې چې قصې بن کلاب دوی په یوه مرکز کې سره راټول کړل اوددې ټولېدواه امله یې قریش نوم پرې کېښود ځکه قریش دټولېدو په معنا دي لکه چې وایي (تقرشت بنو نضر ) معنی دا چې بنو نضر سره راټول شول . دا هم ویل کېږي چې قریشو به له چور او چپاول څخه لاس نه اخېست نوځکه پدې نوم ونومېدل . له محمد بن سعدڅخه روایت دی چې قریش په حرم کې وروسته له خوریدوڅخه دراغونډیدو په معنی دی او تقرش هم دجمع په معنا او مفهوم دی عبد الملک وايي : ( دا تعبییر ماندې اورېدلی مګر اورېدلي مې دي چې قصې ته قریش وویل کیږي ) او تردې دمخه څوک په قریش نه ؤ نومول شوي . طبري تاریخ ، میم ۷ ج ، ۱۸۷ مخ .
ابن منظور په عربي ژبه کې وایی : ( قریش یو سمندري حیوان دی او بل هر بحري حیوان ژوندی نس ته تیروي او ټول حیوانات ترینه وېره او ډار لري قریش دبني تمیم قبیله ده چې پلار یې نضر بن کنانه بن خزیمه بن مدرکه بن مضر نومیده هر څوک چې دنضر له اولاده څخه وي هغه قریشي دی خو دکنانه اولاد او تر هغه پورته بیا قریش نه بلل کیږي .ابن منظور ، لسان العرب ، ۲ج ، ۳۳۵ مخ .
دمکې مکرمې سیاست
قصی (دارالندوه ) دشورا مجلس دحاکمیت مرکز وټاکه اود کعبې دبیا رغونې لپاره یې هڅې پیل کړې دسدانت دنده یې یوه مهمه دنده وپېژندله سدانت مطلب دا چې دکعبې چارو او اموروته رسیدګي او د زیارت کوونکو لپاره دکعبه ښه تیاره کړي او همدارنګه دمکې خلکوبه دحج په وخت کې دحاجیانولپاره اوبه منظمو لې او دادنده یې دیوې همیشنۍ دندې په بڼه اجرا کوله اودادنده د(سقایت )په نوم سره یادېده او قریش یې دې ته اړایستل ترڅو پېسې واچوي او دحج په موسم کې حاجیانو او دمکې زیارت کوونکو ته پرې ډوډۍ تیاره کړي چې دې کار ته یې ټول عمرلپاره دوام ورکړ او دادنده درفاده په نوم سره ونومول شوه ( ابن هشام سره ، ۱ج ، ۱۳۷ مخ . ۱۴۱ – ۱۴۲ .طبري .
تاریخ الامم ۲ج ، ۱۸ او ۱۹ مخونه . ابن کثیر : البدایه والنهایه . ۲ج ، ۲۷ او ۲۹ مخونه .
قصې داټولې دندې په خپل لاس کې ونیولې کله چې دی وفات شو نودده زامنو دادندې په غاړه واخیستې په دوی کې ځینې دقریشو دنورو قبیلو دجلبولو په خاطر نورو مختلفو دندو ته زیاتوالی ورکړ أن تردې چې ددې دندوشمیره ۱۶ته ورسېده . ابن عبد ربه ، العقد الفرید ، ۳ج ، ۳۱۳ او ۳۱۵ مخونه . الا لوسي ، بلوغ الادب ۱ج ، ۲۴۹ او ۲۵۰ مخونه .
دمکې د کلي دمشرۍ چارې دعمر بن الحی له وخته دخزاعه قبیلې تنظیمو لې خو دنا امنیو، وهلو ټکولو، جګړو او وینوتویولووروسته دمکې د قدرت لاسته راوړلو په خاطر له یو ځانګړي نظر نه برخمنده وه
له قصې نه مخکې په مکه کې که څه هم ټولنیزو دندو شتون درلود خو بشپړې دندې نه وي او په هماغه لومړني او پخوانې بڼه پاته وې قصې ځان له دنده ورکړه ترڅودعمربن الحي په شان یو قانون جوړ کړي ده دولتي دندې ایجاد کړې دشوری مجالسوته یې پیاوړتیا ورکړه مېړنېو خلکو ، عوامو ، میلمنو او پناه ورکوونکو ته په فرق او تفاوت قایل ؤ هر چاته یې په خپله کچه احترام درلود ترکومه وخته چې دخزاعه قبیلې په مکه کې حکومت کولو دقریشو قبیله دبني کنانه په قبیله کې خوره وره پرته وه .
ابن هشام سیرت ۱ج ، ۱۳۰ مخ .
دشوری حاکمیت په ډېری تصمیمونو کې اعتبار درلود ،زیاتره وخت به همدې اوضاع کنترول او څارله خوپه حقیقي توګه په مکه کې ددې ټولنې دسوداګریزو او وټه ییزو اړیکو دپراختیا امر دیوې قبیلوي ټولنې په لاس کې ؤ په همدې حالت کې به کلیواوقبیلو یو له بل سره دکعبې دخدمت او قافلو ته دتجارت دپلې کولو په خاطر یوله بل سره روابط او اړیکې درلودې ، یوې قبیلې هم به بله قبیله حاکمیت او قدرت نه درلود بلکې هره قبیله له بشپړې آزادۍ څخه برخمنه وه هېڅ قبیله به په زور دفرمان منلو ته نه مجبور ېده دبېلګې په توګه سره له دې چې دبنو زهره قبیلې غزاته دتګ موافقه کړې وه خو بیرته دسمې لارې نه وګرځېدل او دبدر په غزا کې یې ګډون ونه کړ. همدارنګه دبنی عدي قبیلې هم له جګړې نه ډډه وکړه سره له دې چې مخکې ټولو په جګړه کولو موافقه کړ ې وه ( هماغه ماخذ ۲ ج ، ۲۵۸ ص واقدي مغازې رسول الله ص ص ۳۰ او ۳۱ ترڅو به چې ممکنه وه نوهر چا کولای شول چې یو تصمیم ونه مني اوپه مخالفت یې څوک مجازات کېدل هم نه خو دقبیلو ترمنځ یو پیوستون موجود او محکم ؤ کله کله به انفراد ي انګازې ددې لامل کېدی چې ددوی ترمنځ دې کینه رامنځ ته شي دمکې سود اګرېز ( تجارتي ) ژوند دخلکو ترمنځ اړ ېکې ټېنګې کړې وي خو له دې سره سره داسې کسان هم ول چې فردي اوځاني مصلحتونه به یې په قبیلوی مصلحتونه پورته ګڼل، امنیت دقبیلې دژوندترطرزپورې مربوط وو خوداسې هم لیدل کیدل چه دهغوی یوه برخه دې دقبیلوی ارزښتونوپه نه مراعات کولوسره لومړني دودونه ترپښولاندې کوې دبیلګې په توګه دنبی علیه سلام تره ابولهب چې قبیلوی تړون یی ونه مانه اودقریشوهغې ډلې سره یوځای شو چه دنبی هاشموسره یې ټولې اړیکې قطع کړې وې ،عباس بن عبدالمطلب سره له دې چې ځان یې قبیلوي دودونوته ژمن باله خودخپلوخپلوانو اړیکې یې دټولو قریشو دقبایلو سره دخپل تجارتی اومادي مصلحتونو په خاطر وساتلې (طبري )تاریخ الامم ۲ج ۱۵۹مخ .
دمشرانو جرګې ترڅنګ یې نورې غونډې، شوراګانې اوعشیرې هم درلودې چې داړتیاپه وخت کې به سره یوځای کیدل اودقبیلې په اړوندو چارو به یې پریکړې اوتصمیمونه نیول .
دوی کولای شول داسې تصمیم ونیسې چې دقبیلې اوشوری دنظر سره په توپیر کې وې لکه دبنې هاشمو اوبني عبدالمطلب هغه پرځای موقف چې دنبي صلی الله علیه والسلام دملاتړ لپاره یې دقریشو دتیریواوظلمونو په مقابل کې ونیو لو .
(دابن هشام سیرت ۱ج ۳۸۲مخ








دارالندوه :(دشوری انګړ ) :
دشوراګانو دځایې ناستې خونه
داخونه قصي بن کلاب تآسیس کړه چې په مسجدالحرام پورې دکعبې دشام لوري ته پرته اوپراخه ځمکه یې نیولې وه ، قریشو به هلته دخپلو ورځنيو اوټولنیزو چارو په اړوند خبرې کولې . نوموړی ځای ته دارالندوه ځکه وایي چې دمهمو پیښودرامنځ ته کیدوپه صورت کې به سره راټولیدل اوسلاوې به یې سره کولې .
(الاصفهاني :الاغاني ۴ج ۳۸۴مخ
ندوه: دټولي په معنی ده اودارالندوه هم دټولیدوځای وه.«لوی بلوغ لارب ج ،ص ۲۴۸»
په مکې کې له دارالندوه وروسته نورمقامونه اولوی ځایونه له سدانت ،سقایت اورفادت څخه عبارت دي چې دامقامات ټول ترهغې کعبي اړوندؤچې دهغې لوري ته حج اداکیږي
سدانت:(ساتنه) سدانت له هغې پاملرنې اوتوحه څخه عبارت دي چې دکعبې شریفې دتیارولواوجوړولولپاره سرته رسیده .ددې لپاره چې زیارت کوونکوته مناسبه اوپه زړه پورې وي دعربوپه ژبه کې سادن هغه چاته ویل کیږی چې دکعبې یا دبوت خانې خدمت به یي کاوه سدانت اودهغې مسولیت دجاهلیت په وخت کې دعبدالدارفبیلې لپاره ځانګړی شوی وه چې په اسلام کې هم نبې ص دغه مسولیت نوموړې قبیلې ته مقرراوثابت وساته .ابن بري ویلې دي چې دسادن اوحاجب ترمنځ توپیر دومره دې چې حاجب دننوتلومانع ګرځې اودیوکس دننوتلوپه اړوند له خپل پورتنې آمرڅخه اجازه غواړي خوسادن آزادوي اوپه خپله تصمیم نیسې .سدن اوسدان دحجابت په مانا دی اوسدن ته دکعبې هغه متعهد اووفادارچپړاسیان اوخدمت کوونکې دجاهلیت دوخت دبتانوؤ.
ابوعبیده ویلې دي :دکعبې سدانت :خدمت اودکعبې دچارودبندولواوخلاصولوپه معنی دی «لسان الاوت ۱۳ج ۲۵۷ص »
سقایت :دادنده هم ترکعبې اوحج پورې اړوند ه ده دسقایت ارزښت به هغه وخت زیات وچې په کعبه کې به اوبه لږوې زیارت کوونکي به چې داوبودکمښت سره مخامخ شول ډیرې ستونزې به پری راتلې دحج په موسم کې به ډیرخلک دحج دفریضی لپاره په مکه کې ښکته اوپورته کیدل پدې وخت داوبورسولو ډیراهمیت درلود په ځانګړی توګه کله چې دجرهم قبیلې دزمزم دکوهې کارپریښوداودخزاعه دقبیلې په مقابل کې یی ماته وخوړه نودجرهم دقبیلې مشرداکوهې له منځه پوړ اودی په خپله له دې ځایه ووت تردې چې دخزاعه قبیله په دې اړه له سختوستونزوسره مخامخ شوله اودحاجیانوخدمت کول ډیرستونزمن کارشو«دابن هشام سیرت ۱ج ۲۱۶ص»
دمکې خلکوداوبورسولودنده ډیره لویه اوشرفناکه دنده ګڼله سدانت ددوی له لویومصروفیتونوڅخه شمیرل کیده اوقریشوبه په دې دواړودندوویاړاویوپربل باندې وړاندې والی کولوپه قران کریم کې راغلې دي آیاتاسې حاجیانوته داوبوورکولواومسجدحرام جوړول له هغه چاسره برابربوﺉ چې په خدای اودقیامت په ورځ باورلری؟ دادوې دندی دقریشو لویوعشیروپه غاړه اخیستې وې خوکله چې نبې ص مکه فتحه کړه داټول مناسبات ،اړیکې اودکعبې خدمتونه یی لغوه اوله منځه یوړل .
تنها همدغه دوې دندې چې ډیری یي درلودپریښودې .
«دابن هشام سیره :۴ج ۳۲مخ طبری :تاریخ الامم ۲ج ۳۲۷مخ »
رفادت :دحج په وخت کې زیارت کوونکوته ډوډۍ ورکول :قصې چې له قریشونه ؤدعرفات زیارت کونکوته د ډوډۍ ورکولوپه خاطرپه مکې کې خراج دمصرف کولودی پدی متیقین ؤچې اصلې مستحقین دخدای ج میلمانه دي اوقریش چې دحرم اوسیدونکې اودکعبې دخونې دزیارت کوونکوسرپرستان دي بایددادنده په ښه توګه سرته ورسوي «دابن هشام سیرت ۱ج ۱۴۱او۱۴۲ص .
قصي داکار یو لوی سیاسي حکمت باله ځکه زیارت کوونکو ته ډوډۍ ورکول ددې لامل کیده چې مکې مکرمې ته دې ډیر خلک راشي په ځانګړې توګه هغه وخت چې دسفر زاد راحلې تکالیف به په دښته کې ډیرې ستونزمن ؤ نودډوډۍ ارزښت به په خپله څرګنده ؤ صحیح بخاري ۲ج ۱۲۴ مخ . دیمن خلک به حج ته راتلل خو له ځانه سره به یې کومه دلارې توښه نه رااخېسته دوی به ویل چې موږ په خدای ج توکل کوونکي یو خو کله به چې مکې ته راغلل ملنګي او سوالګري به یې کوله داهغه شپږ مهمې او اساسي دندې وې چې دقصې په وخت کې پلې کېدې او دده له مرګه وروسته دده ددو زامنو عبد الدار او عبد مناف دادندې سره وویشلې خو دقریشو نورو څانګو دمکې دچارو په پرمختګ کې دبرخې لرلو په خاطر ډېره هڅه کوله اودخلکو او قبیلود یووالي او دعشیرې درضایت له امله یې ۱۰ نورې دندې هم زیاتې کړې :
۱- عمارت : په بیت الحرام کې دادب او عزت مراعاتول چې باید څوک یو ه بې ځایه خبره ونکړي ، بد کار باید ونکړي او چېغې بایدوه نه وهي .
۲- حجابت : دزیارت کوونکیو لپاره دکعبې دخونې بندول او پرانېستل .
۳- سلا ( مشوره ): له مشورې پرته به هېڅ کار نه پلې کېده .
۴ – دخصوصي او شخصي مالونو ټولول لکه دیت ، تاوان رسیدلواو اهلو کسانو ته یې سپارل چې دا د اشنا ق به نوم یادېده .
۵- قبه ، خیمه ، دڅارندویانو دوسلوټولو لو ځای ( وسلتون ) .
۶- دآسونو سرپرستۍ .
۷- سفارت : له نورو قبیلو سره دسولې او جګړې داړېکو ټېنګول .
۸- ایسا ر : دهغه غشیو مراقبه او څارنه کول چې دکعبې شریفې په منځ کې به د(هبل )بوت په مخ کې پراته ؤ .
۹- حکومت : ددعواوو او جګړو حل او فصل .
۱۰ – دخدایانو مربوطه چارو سمبالښت . دادندې او منصبونه دمکې ترفتح پورې ؤ دمکې له فتحې وروسته رسول صلی الله علیه والسلام پرته له سدانت او سقایت څخه نور ټول لغو کړل . ابن عبد ربه ، العقد الفرید ، ۳ج ، ۳۱۳ او ۳۱۰ مخونه .
دیني چاپیریال

پدې کې شک نشته چې دعربو دښتې انسان په روحي قوت چې په ټولو کایناتو، انسانانو اوپه ځینو حیواناتو ، مرغانو ،نباتاتو اوجماداتو اوپه ځینوهغه پدیدو کې چې طبیعت احاطه پرې کړې ده لکه ستوري ،تآ ثیر اواغیز لري ایمان اوعقیده درلوده .
جوادعلي تادیخ العرب قبل الاسلام ۵ج ۲۲مخ
په همدې آساس همدغه دښتي عرب دکایناتو ، موجوداتو اوطبعي پدیدو ترمینځ په یوه پټه اومقدسه رابطه باندې ایمان درلود چې له یوڅه ځنډ وروسته بت لمانځنه په بل ډول پیل شوه او عربو به پوې تراشل شوې ډبرې ته عبارت کولو دې ډبزې به ظاهرا ډېره ښکلې بڼه چې ډېری وخت به یې سپین رنګ درلود او له هغه پسه ، اوښ یا اوزې سره به یې ورته والی درلود چې دهر دښتې عرب به هغه ډېره خوښېده چې له دې ډلې نه یو دهابت حلسد دي چې په (حضرموت) کې دیوه تراشلي کس په څېر ولاړ او سپین رنګ یې درلود اود ځروونکي حیوان (زمری ) سریې ؤ کله به چې سړي پکې ښه ژور سوچ وکړ نو دانسان په بڼه به ورته ښکاره کېده . معجم البلدان ، ۲ج ، ۱۵ مخ . دجلسد او دذوخلفه ددبوت مادي جوړښت له سپنې ډبرې څخه ؤ چې په سر به یې تاج هم ؤ اوپه یوه بتپاله سیمه کې چې دمکې او یمن ترمنځ پرته ده میشت ؤ ابن کلبي ، کتاب الاصنام ، ۳۴ مخ . د(سعد ) بوت یوه لویه ډبره وه چې دجدې ددښتې په یو څنډه کې ولاړه او هلته یو لویه شنه ونه هم لېدل کېده چې د جاهلیت په وخت کې به عربو هروخت دلته دتعظیم لپاره ورتلل ، خپلې وسلې به یې په دې ونه راځو ړند ،او حیوانات به یې نذرانه او ذبح کول (پورتنی مصدر معجم البلدان ۱ج ، ۲۷۳ مخ دا نواط ماده.
دمکې معظمې دنخلې په دښته کې درې وني وې چې ترڅنګه یې دعزا دبوت خونه جوړه کړي وه دلته یې یو قربان تون هم جوړ کړی ؤ . الجارم ادیان العرب فی الجاهلیته ، ۱۲۷ مخ او ابن کلبي دالاصنام کتاب ۲۵ مخ . عرب دڅاګانو ، غرونو او ونو په هکله دناولو برخو درد کولوفکرکولو ،خیالي شکلونه چې په دروکې به یې پیدا کړي ؤ په ډبرو باندې نقش او لیکل . مروا او صفا هم دوی یو خیالي تصور کاڼه اوویل به یې : دا دوې ډبرې نراوښځه وېچې خدای ج داړه مسخه اوددوډبروپه بڼه یې راڅرګندکړل ،همدارنګه خبالونه یې د (اساف ) او( نايله) دبوتانو په هکله هم کول چې داهم ښځه او نر ؤ اودیوې مسخ شوې ډبرې دبڼې په تصورترشلي ؤ تراشلي و . دا دوه بوتان دزم زم داوبو په ځای کې پراته ؤ . (ابن هشام سیرت ، ۱ج ، ۸۴ مخ . )
دیمن بوت لمانځنه دمکې دبوت پالنې تر اغیز لاندې راغلې وه اودستوریو لمانځنه یې دکلدان دصابیینو اوپاتې شونیو ډلو نه زده کړیوه له هغه عربو نه چې په یمن کې اوسیدل دجزیره العرب دشمال طرف اوسیدونکو عربو دستوریو لمانځنه اوپالنه زده کړله درې (۳ )ستوري یې لوی ستوري ؤ چې له سپوږمۍ ، لمر اوزهره څخه عبارت ؤ .
جواد علي تاریخ العرب قبل الاسلام ۵ج ۱۲۰ مخ اوشوقي ضیف العصر الجاهلي ۲۹مخ.
(عشتره )دجزیره العرب په جنوب کې یونرخدای ؤ اود شمال په طرف کې د(عزاپه) نوم یو ښځه ه خدای ؤ . جوادعلي تاریخ العرب قبل الا سلام ۵ج ۱۲۱مخ .
په جنوب کې دزهره په نوم یو خدای ؤ چې زهره په قران کریم د(النجم الثاقب ) یعنې ځلیدونکی ستوري په نامه سره یادشویده . دطارق سورت ۳ایت داستوری له نورو ستوریو نه ډیر ځلیږي اونوم یې عزیز دی معنی یې دسهارهغه ستوری چې دلمر ختو نه مخکې وي .
نیلسون : الدیانه العربیه ۲۳۳مخ . خو کیدای شي چې داعزیز بوت هماغه دعزابوت وي دابوت دذوخلصه اوملک په نوم هم یادیده اودده په سر دتاج دنوموړي پاچاهي ځانګړې اوڅرګندوي نوله دې خبرې نه هغه څه چې ابن کلبي دذوخلصه د خدایانو په هکله ویلي ښه ثابیتیږي ابن کلبي د
الا صنام کتاب : ۳۴مخ د ذوخلصه بوت سپینه اوتراشلې بڼه درلوده اوپه سر یې تاج ؤ .
بوتان : عربودصورتو او شکلو نو په حق کې دوه اصطلاح ګانې کارولې او دجاهلیت په وخت کې به یې همدغه شکلو نو ته عبادت کولو چې اصنام او اوثان ؤ اصنام مفردیې صنم دی صنم شکل او مثل ته ویل کېږي او دصنم کلمه دعبراني یا آرامي ژبي له( صلم )څخه مشتق او جوړه شوې ده .
هشام بن محمد کلبي وایي که به داشکل دلرګي ، طلا او یا نقرې څخه دانسان په بڼه جوړه شوې ؤ صنم به نومیده ، خو که به له ډبرې څخه جوړ ؤ وثن به نومول کېده (ابن کلبي دالاصنام کتاب ۵۳ مخ.
دصنم او وثن په اړه داختلافي نظریاتو دډېرو معلوماتو لپاره دې دکتاب ادیان العرب فی الجاهلیه ) ته دې مراجعه وشي . بتان به دخدایانو دخدمت او چوپړ په خاطر عبادت ځایونو ته وړاندې کېدل ترڅو ددوې غوښتنې او دعاوې دناروغۍ او دڅه حاجت دلرې کولو لپاره قبولې اوومنل شي چې کله کله به یې دابوتان له همدې خدایانو څخه نذرانه کول . وثن هغه شکل او صورت ته ویل کېده چې په ډبره کې په کوم نقش او صورت ترسیم شوی ؤ او دخدای لپاره قبول شوی رمز ؤ دهغه لپاره به یې نذرونه وړاندې کول او قربانۍ به یې ورته کولې . جواد علي تاریخ العرب قبل الاسلام ، ۵ج ، ۷۸ مخ .
نصب یا انصاب په قران کریم کې دخدای ج په دې قول کې راغلې ده ( حرمت علیکم المیتته والدم ولحم الخنزیر و ما اهل لغیر الله به والمرخنقه والمدقوزه والمتردیه و النطبحه و ما اکل اسبع الا ما ذکیتم و ما ذبح علی النصب وان تستقسمو ا با الازلام ذلکم فسق )) دمایدې سورت ۳ آیت او دخدای دا قول هم ( یا ایها الذین آمنو انما الخمر والمیسر والانصاب والازلام رجس من عمل لاشیطان فاجتنبوه لعلکم تفلحون )) دمایدې سورت ۹۰ آیت . انصاب یا نصب هغه ډبرې دي چې دهغه لپاره به عربو قربانۍ او نذرونه کول او دوژنتون حییثت به یې درلود چې همدلته به عربانو قربانۍ ورته کولې داسې هم کېده له چې دا ډبره به یې دعبادت او وژنتو ن لپاره نصب کوله او په پای کې به په صنم تبدیل شوه ،عبادت به ورته کېده او دوخت په تېرېدو سره به طواف او عمره هم ورته کېدل . کلبي دالاصنام کتاب ، ۴۲ مخ .
له رسول ص څخه روایت دې چې نبي ص یوه ورځ له زید بن عمر ابن نفیل سره د بې عقلانو له یوې ډلې سره مخامخ شو دا هغه وخت و چې په نبي ص وحي نه وه رانازله شوې زید رض دنبي ص مخې ته ډوډۍ او دستر خوان تیار کړل چې غوښه هم پکې وه خو رسول ص غوښه ونه خوړله او دایې وویل : زه هغه غوښه چې دبوتانو لپاره ذبح کېږي او هغه چې دخدای دحلالو په وخت کې دخدای له نامه پرته بل نوم پرې ویل کېږي نه خورم . بخاري ، الجامع الصحیح ۷ ج ۱۶۵ مخ . عربو مختلف صنمونه درلود ل چې ځینو یې دانسان بڼه درلوده او څینو بیا دژویو، له مختلفو موادو څخه به جوړېدل ځینې له لرګي نه او ځینې له ډبرو څخه او یو څه به له مختلفو معدني او سپنو طبعي ډبرو څخه جوړېدل دابوتان دوی ته له پلرونونه په میراث پاته ؤ او عبادت به یې ورته کاوه . (جواد علي تاریخ العرب قبل الاسلام ۵ج ، ۸۱ مخ
حنفا ء : داسې ښکاري چې له اسلامه دمخه خلکو ذهنونه دیوه خدای دمنلو لپاره تیارؤ په ځانګړي توګه دحنفا و ډله چې دا ډله په بت پالنه کې مشکوک او متردد ؤ پدې لټون کې و ترڅو یو نوی داسې دین لاس ته راوړي چې ددوی دژوند لارښود وګرځي . د حنفاو ډله له ورقه بن نوفل بن اسد بن عبد العزی ، عبید الله ابن جحش او زید بن عمر بن نفیل څخه تشکیل شوې وه . ورقه بن نوفل تر آخره په نصرانیت پاتې شو ، عبد الله بن جحش خپل دین پرېښود او په اسلام مشرف شو او عثمان بن حویریث دروم قیصرته ولاړنصرانیت یې ومانه او زید بن عمر بن نفیل نه دیهودو په دین مشرف شو او نه په نصرانیت، له خپل دین او آیین نه هم واوښت او علاقه یې ورسره قطع کړه او دهغه حیواناتو چې په خپله به مړه شوي ؤ او بتانو ته به نذر یا قربانۍ شوی ؤ دغوښې له خوړلو نه ځان منع کړ او دایې وویل : زه دابراهیم خدای ته عبادت او لمونځ کوم . دابن هشام سیرت ، ۱ج ۲۳۷ مخ .
په مکه کې اقتصادي ژوند :
شپږم میلادي قرن لا نه و پیل شوي چې مکه مکرمه دټولو عربو دسوداګرۍ ( تجارت ) دچارو زمامدارۍ په لاس راوړله او هر کال به دحج په موسم کې دعربو سوداګرېز او ادبي بازارونه پراخیدل او دعربو تجارتي قافلو به دجزیره العرب په هر لوري او هر کنج کې تګ راتګ کاوه له ختیځ او لوېدیځ نه به یې دیمن ، حبشې ، شام او عراق لورته تجارتي مالونه وړل .
په مکه مکرمه کې تجارت رونق وموندسودا ګرو او بهرنیو کسانو لپاره یې ښه چانس په لاس ورکړ او مکه هم دا رنګه دنورو سوداګرېزو مملکتونو سره دښو تجارتي اړیکو او مناسبانو په لټه کې وه ځکه مکه په جغرافیایې لحاظ سره دتجارتي موادو دنقل او لېږد لپاره یوه منځګړې لاره وه په همدې اساس دعربو له جنوبي ښارونو یمن او حبشي سره ښې اړېکې وتړل شوې او همدا ډول ښې اړېکې دعربو دشمال له ښارونو ، فارس او حیرې سره هم وساتل شوې.
دشپږم قرن په پیلد و سره مکه مکرمه په اقتصادي ارزښت سر بیره دتجارت دامورو زمامیت دمکې مکرمې خلکوته په لاس ورغی دا اهمیت ځکه دمکې مکرمې په برخه شو چې مکه مکرمه دتجارت په لاره کې پرته وه او داسې لاره وه چې حجاز پدې لاره تګ راتګ کاوه او په دغه وخت کې همد ا یوازنۍ امنیتي لاره وه . پخوانۍ مرجع ، ۲ ج ، ۴۲۹ او ۴۳۰ او ۳ ټوک دابن کثیر تفسیر ۴ ج ، ۵ مخونه .
مکه مکرمه دتجارتي اموالو په لېږد رالېږد کې بې لوریه وه دشمال او جنوب لورته پرته وه خو ددوو رقبیو دولتو نو فارس او روم دتجارانو له نفوذنه لرې وه . له بله پلوه هر دولت او په ځانګړې توګه دروم دولت تجارت ته سخته اړتیا درلوده او دمکې سودا ګر دې ته حاضر شول تر څو ددوی دا اړتیا ورپوره کړي نو ځکه مکه له انزواڅخه وساتل شوه اوپه بهرني مجال کې یې دکسب ارزښت لاسته راوړ دمکې حاکمانو په همدې خاطر دپنځم قرن په پای کې دمکې په قلمرو کې له نورودولتونونه دتجارت ژمنه اوتعهد واخیست (تاریخ العرب ۹۴مخ )
تر څو دمکې سوداګراوتجاران ددې په عوض په ټولو دولتو نو کې دتجارت امنیت وساتي چې همداکاردعبد مناف زامنو اودهاشم وروڼو چې په قریشو کې دبشپړ نفوذخاوندان ؤ په ځای کاوه (طبري تاریخ ۲ج ۱۲او ۱۳مخ ابن الاثیر کتاب الکامل ۱ج ۱۰مخ – کتاب البلدان ۱ج ۲۰۱ مخ )
هاشم یو بیداره اودلرې فکر خاوند ؤ ده کولای شول چې دقافلو تګ اوراتګ پیاوړی کړي اودقافلو لپاره یې دوه تجارتي فصلونه تیارکړي ؤ چې یو دشمال پسرلنی اوبل دجنوب لورته ژمنی سفر ؤ قران کریم هم دادوه سفرونه دقریشو په حق کې دالله تعالی له احسانو نو څخه ګڼي . دقریش سورت
(ابن هشام نبوي سیرت ج ۱۷۴ مخ .
هاشم دمکې په مصلحت اوسلاسره قبایل په اقتصادي مصالحو کې دمکې سره پیوسته کړل دارنګه چې د مکې دتجارت لمنه یې دقبایلو لوریو اواطرافونو ته وغځوله ،ان تردې چې دشمال اوجنوب تر منځ قریشو به تجارتي تبادلې په لاس راوړلې اولویې ، لویې قافلې یې په لاره اچولې تردې چې یوه قافله به له یو زره پنځه سوه اوښانو څخه جوړه شوې وه اومختلف څیزونه به یې پرې وړل هره قافله به یو زره پنځه سوه اوښان ؤ او پنځوس زره دیناره توښه به یې باروله .
(یعقوبي کتاب البلدان ۱ج ۲۰۲ مخ )
دادهغه وخت دنرخ یو لوی مبلغ ؤ قافلوبه دجنوب لاسته راوړي شیان دهند له تولیداتو څخه دجنوب بندرونو ته رسول چې په دې کې به مهم دطلا کلاوې، دعاج قیمتي ډبرې ، دفیل غاښونه ، دصندل اوفلفل لرګي دوریښمو پنبې اوکتان، دزعفرانو ټوټې دبرونزو ددروازو اوسپنې اونقره وې ، دشرقي افریقا یې حاصلاتو اولاسته راوړنو څخه دبنوس لرګیو عطر دزاڼې بڼکې ددروازو پوست اوطلاګانې راوړلې (طبري تاریخ لامیم ۲ج ۱۲۵مخ
اودیمن له تولیداتو څخه به یې قیمتي اوارزښتناکې ډبرې لکه عقیق اودښه بوی لرونکي پوستونه راوړل .
طبري تاریخ لامیم ۲ج ۵۷ مخ واقدي : دنبي ص غزاګانې ۶۵اصفهاني: کتاب الاغاني ۱ج ۶۴او۶۵مخ اوزیدان : العرب قبل الاسلام ۱۵۱ مخ .
دالجزایر له حاصلاتو نه به یې دلرګیو سقطره اوله بحرین څخه به یې ملغلرې راوړلې .
دشمال له لوري نه به یې غنم ، اوړه ، تیل ، دڅښلو توکي اوسپک صنایع راوړل پردې سربیره دعربو تولیدات لکه تیل ، خرما ، دپسونو وړۍ ، داوښ وړۍ ، دوزې وړۍ ، ددروازو پوستونه اوغوړي راوړل . طبري تاریخ لامیم ۲ج ۱۲۵مخ .
دمکې سوداګروبه دابارونه اوکالي په اوړي اوژمي کې دجنوب اوشمال لوریوته لیږدول خو په لومړي قدم کې به دابارونه په مکه مکرمه کې ټولیدل وروسته به دقافلو په واسطه هغه معلومو اومطلوبو سمتونو ته لیږدول کیدل. روم ډیره تکیه دمکې په تجارت درلودله دمکې مکرمې خلک دځینو صنعتو نو سره هم آشناؤ لکه دوسلو جوړولو صنعت ،توره ،نیزه ، غیشی ، چاقو ، چاړه اوزغرې له دې جملې څخه ؤ سعد ابن ابي وقاص دغیشي په صنعت کې پوره مهارت درلود اوولید بن مغیره بیاپښ( اهنګر ) ؤ همدارنګه دابو جهل ورور عاص ابن هشام دپښتوب (اهنګرۍ ) کسب زده ؤ (ابن قتیبه دینوري کتاب المعارف ۱۹۴مخ اوحباب بن ارت توره جوړونکی ؤ ( ابن هشام سیرت ۲ج ۳۸۳ مخ همدارنګه دمکې خلکو دبدنۍ جوړولو له کسب سره هم بلد ؤ دیګ ، کوزۍ ، پتنوس اودارنګه نوربه یې جوړول چې دځینو نومونه یې په قران کریم کې هم راغلي دي .
دواقعې سورت ۱۸ آیت .
دمکې دخلکو یوله اقتصادي سرچینو څخه هم کب نیونه (دماهي ښکار ) ؤ په قران کریم کې دوچې اودریاب دښکار په هکله آیتونه راغلي دي دمایدې سورت ۱، ۲، ۴، ۹۴او۹۶آیتونه دمایدې دسورت داتم آیت ژباړه : ( دابریقو ویالې او دشرابو ډکې پیالې )) .
دسودا ګرېزو اړېکو په خاطر دمکې دخلکو دنورو ګاونډیو دولتونو سره دمعلوماتو آسمان پراخه شو چې دنبط او حیرې له خلکو نه یې لیکل زده کړل ، داحباش له قوم څخه یې دځینو درملوجوړولو کسب زده کړ او دفارس له خلکو نه یې دژوند ځینې پدیدې چې په ټولنېز او کلتوري ژوند کې ډېرې پېښېږي یاد کړلې . بلاذري انساب اللاشراف ۵۴۶ مخ .

په مکه معظمه کې ټولنېز ژوند
دمکې مکرمې دخلکو ټولنېزه بڼه هماغه دجزیره العرب دنورو قبایلي خلکو په څېر وه او دپنځم میلادي قرن په نیما یې کې ددوی لویه او سرشناسه قیله هماغه دقریشو وه چې قصي وروسته له هغه چې دخزاعه قبیلې له مکې نه شړلي ؤ سره راټوله کړې او همدلته هستوګن ؤ . سدیو تاریخ العرب العام ۵۰ مخ .
دعربو ډېرې خلکو به لورانې بدې ګڼلې لکه چې خدای ج دنحل سورت په ۵۸ او ۵۹ آیتونوکې وایی : ژباړه : که به یو ددوی ته دلور په زېږېدو سره زیری ورکړل شو مخونه به یې تک تور او له غمه ډک شول له خپل قوم او خپلوانو څخه به په هغه څه چې زیری ورکړل شول ؤ پټېدل او په دې فکر کې به ولاړ چې ژوند ۍ یې پرېږدي او که تر خاورو لاندې یې کړي نو پوه شی چې ستاسې دا اندډېر بد دی . او دزخرف سورت په ۱۷ آیت کې خدای ج فرمایي : څنګه به چې یو ددوی ته دهغه څه چې ددوی مثل ترې پیدا دی دپیدا کیدو خبر ورکړل شو نو دهغه په پیدا کېدلو سره به یې خدای ته مخونه تور او له غمه ډک شول تاریخ لیکونکي ډېرې دمثال په توګه دا رنګه پېښې لیکلې دي چې دعربو خلکو به دولادت په وخت کې لور بده بلله چې ددې خلکو دبېلګې نه یو هم ابو حمزه ضبي و ، کله چې له ښځه نه یې لور پیدا شو نو له ښځه سره یې دژوند له تېرو لو څخه ډډه وکړه او له څپلو ګاونډیانو سره هستوګن شو یوه ورځ دخپلې ښځې تر څنګ تېرېده چې ښځې یې خپلې لورته دا بیتونه لوستل ژباړه : ابو حمزه ولې له ما سره ژوند نه کوي ، زما دڅنګ له ګاونډیانو سره او سېږي او قهر جن دي چې ولې دې زوی نه دی راوړی خو په خدای قسم یادوم چې دزوی زېږول زما دوس خبره نه ده . زه هغه څه نړۍ ته راوړم چې خدای ج یې ماته راکوي زه لکه ځمکه دبزګرانو په واک او اختیار کې یم هر څه چې په کې کښت کوي هماغه بېرته ریبي .
ابو حمزه ددې بیتونو په اورېدو سره سخت متاثره او اغېزمن شو او دخپلې ښځې مخ ته راغی او دخپلې ښځې او لورنه یې مچې واخیست ویې ویل : دکعبې په څښتن قسم یادوم چې ما له تاسو سره ظلم کړی ؤ . ام جاحظ البیان والتبیین ۱ج ، ۱۶۳ او ۳ج ، ۲۵۰ مخونه .
دځینو عربو دلورانو بدلېدنه دومره لوړ برید ته رسېدلې وه چې لورانې به یې وروسته له پیدا کېدو ژوندۍ په قبر کې ننستلې پلار به خپلې لورته قبر وکیندلو په هغه کې به یې وروغورځوله ، خاورې به یې پرې واړولې او ژوندۍ به یې خښولې دا وحشت په ځینو عربو کې تیت او خور و .
ددې بحث ژباړن لیکلم : تاریخ لیکونکو ویلي دي چې یو سړي خپله پنځه یا شپږ کلنه لور ژوندۍ خاوروته سپارله او له ځانه سره یې نېولې وه هوا ډېره ګرمه و ه اوده خپلې لورته قبر کیندلو، له سر او ږېرې نه یې خولې روانې وې دلورعاطفه یې په جوش راغله او دپلار دټنډې خولې یې په خپله لمن پاکې کړې چې دخندق له کیندلو وروسته یې پلار ژوندۍ په قبر ننستله او په سر یې خاورې ورواړولې . (دژباړن خبره پای ته ورسېده ).
تر همدې ځایه وتوانېدم ترڅودمکې داقتصادي ، سیاسي او ټولنېز ژوند په اړه خبرې وکړم ښې لارې ته لارښوونه تر خدای ج پورې اړه لري .



مراجع او سرچینې :

۱- قرآ ن کریم .
۲- ابن اثیر ، ابوالحسن علی بن الو الکریم محمد بن محمد عبد الکریم شیباني جوزي چې لقب یې عزالدین دی ، کتاب الکامل فی التاریخ قاهره ۱۳۴۸ ه. ق .
۳- ازرقي ، الو الولید محمد بن عبد الله بن احمد اخبار مکه وما جا فیها من آثار تحقیق رشیدي صالح ملحص ، مطابع الثقافه مکه مکرمه ، ۱۳۸۵ ه ، ۱۹۶۵ م . په دوو ټوکو کې .
۴- اصفهاني ، ابو الفرج ، کتاب الاغاني دبیروت چاپ ۱۹۵۶ م . ۲۱ جز .
۵- آلو سي ، استا د محمد شکري ، بلوغ الارب في معرفت احوال العرب ، قاهره ، ۱۹۲۴ ، دری جز ء .
۶- بخاري ، ابو عبد الله محمد بن اسماعیل بن مغیره جعفي ، الصحیح دبولاق چاپخونه ، ۱۳۴۱ ه .
۷- بلاذري ، احمد بن یحیی بن جابر ، کتاب فتوح البلدان ، دداکتر صلاح الدین منجد قاهره ، په تحقیق سره ۱۹۵۶ م ا و۱۹۵۷ درې جزء .
۸- جاحظ ، ابو عثمان عمرو بن بحر ، البیان والتبیین ، دسند وبي په تحقیق سره ، ۱۹۲۶ م .
۹- جارم ، استاد محمد نعمان ، ادیان العرب فی الجاهلیت قاهره ۱۹۲۳ م
۱۰ – جواد ، ډاکټر جواد علي ، تاریخ العرب قبل الاسلام ، دبغداد – علمي ټولنه ، ۱۹۵۰ – ۱۹۵۹ م ، اته توکه .
۱۱- حتي ، ډاکټر فلیپ ، تاریخ العرب ، داستا د مبروک نافع ، قاهره ،ژباړه ۱۹۵۳ .
۱۲- حوراني جورج فضلو ، العرب و الملاحت في المحیط الهند یه في العصور القدیمه و اوایل العصور الوسطی ، دسید یعقوب بکر ژباړه دمصر دانګو چاپخونه .
۱۳ – خان استا محمد عبد المعید الاساطیر الربیه قبل الاسلام قاهره ، ۱۹۳۷ م .
۱۴ – زیدان ، استاد جرجي ، العرب قبل الاسلام د دار الهلال چاپ ددکتور حسین مونس ، قاهره مراجعه ،
۱۵ – شوقي ، داکتر شوقي ، ضیف العصرالجاهلي ، ددار المعارف قاهره دویم چاپ د انجم چاپخونه ۱۹۷۱ م .
۱۶ – طبري ، محمد بن جریر ، تاریخ اللمم والملوک ، دقاهرې چاپ ۱۹۵۸ م او دلیدن چاپ ۱۸۸۱ م ۱۸۸۲ م .
۱۷ – ابن عبد الربه ، ابو عمر احمد بن محمد اندلسي اعقد الفرید قاهره ، لجنه التالیف و الترجمه ، ۱۹۴۰ م .
۱۸ – الفاسي ، ابو طیب تقی الدین محمد بن احمد شفا ء الغرام د اخباربلد الحرام ، قاهره ۱۹۵۶ م دوه جزء .
۱۹ – ابن قتیبه ، دینوري ابو مجمد عبد الله بن مسلم کتاب المعارف دمصر تجارتي مطبعه ۱۳۰۰م .
۲۰ – ابن کثیر ، عمادالدین ابو الفدا اسماعیل بن عمر ، تفسیر القران العظیم ، دمصر تجارتي مطبعه ۱۳۵۶ ه .
۲۱ ابن کلبي ابو المنذر ، هشام بن محمد ، کتاب الاصنام داحمد ذکي له نشراتو څخه .
۲۲- لامسن ، Lameness (H) berceandel T, I,Rome , 1916 .
۲۳ – مسعودي ، ابو الحسن علی ابن الحسین ، مروج الذهب و معادن الجوهر ، داستاد محی الدین عبد الحمید قاهره چاپ ۱۹۵۸ م څلور جز ء .
۲۴ – مقدسي ، شمس الدین ، ابو عبد الله محمد ، احسن التقاسیم في المعرفت الاقالیم ، لیدن ۱۹۰۶ .
۲۵ – ابن منظور ، لسان العرب ، بیروت دارالطبع مصر والنشر ۱۹۶۸ م .
۲۶ – نیلسون دتیلف ، الدیانت العربیه القیمه فصل في کتاب التاریخ الربي القدیم ، دډاکټر قواد حسنین علي ، قاهره ، ژباړه ۱۹۴۸ م .
۲۷ – ابن هشام ، ابو محمد عبد الملک کتاب السیرت النبویه ، داستاد مصطفی سقا و ابراهیم ابیاري او عبد الحفیظ چلپي ، قاهره په تحقیق . ۱۹۰۰او ۱۹۳۶ م .
۲۸ – واقدي ، ابو عبد الله محمد بن عمر ، مغازي رسول الله ص ، جماعت النشر الکتب القدیمه ، قاهره ۱۹۴۸ .
۲۹ – یاقوت ، شهاب الدین ، ابو عبد الله یاقوت بن عبد الله حموي رومي بغدادي ، معجم البلدان ، دبیروت چاپ ، ۱۹۵۰ م .
۳۰ – یعقوبي ، احمد بن ابو یعقوب ، دګویه ناشر دنفیس ابن رسته له تعلیقاتو سره اووم جزء دلیدن دعربو جغرافیایي کتابتون ، ۱۸۹۳ م .

(پای)
ژباړن

دجمعې مبارکې ورځې

شل باندې لس بجې
کابل –خوشال مینه

۱۴- ۲- ۱۳۸۶