د حېواناتو ګوند جوړ شو

دغه پورته جوړښت له کوم اغه دغه قبول او د وفادارى سوګند ورکړل شو، وروسته د سوګند يادولو مکار ګېدړ د ګوند په استازيتوب وويل:

موږ منظم پلان ته اړتيا لرو او نه غواړو چې زموږ ګوند د انسانانو ګوند غوندې بې له تشکېلاتو وي. نو په دې اساس موږ بايد يو سازمان د (حيواني حقوقو د دفاع سازمان ) ولرو او دا به دوه برخې لري: الف: د هغه حقوقو څخه دفاع کوم چې د لاسه تللى، ب : د هغه حقوقو لاسته راوړنه کوم چې پرون په دې کښتونو کې نه و ، د بېلګې په ډول هېڅ يو چرګ حق نه لري چې د خپلې چرګې په خاطر نورو چرګانو سره شور او يا جګړه وکړي ځکه چې دغه کارونه متمد نه حيواني ټولنه ردوي ، او يا هره طاوسه حق لري چې د طاوس د جلب او جذب له پاره خپل وزرونه واز کړي ترڅو ښکلا نه يې ټول طاووسان مزه واخلي او دا کار د حيواني حقوقو د دفاع سازمان په خلاف کار نه دى.

بايد ووايو چې موږ يو کمېسيون ( د حيواني حقوقو د دفاع مستقل کمېسيون ) ولرو او دا به څو برخو کې کار کوي او هغه ښځينه حيواناتو ته به جايزې ورکوي کوم چې د متمدن حيواني ټولنې په لټه کې دي. الف: د نيولو او سزا ورکولو کمېسيون ( هغو حيواناتو ته به سزا ورکوي کوم چې کښتو نه يې له منځه وړي) ب: د بښنې کمېسيون (_ هغه حيونات به بښي کوم چې په کښتونو کې يې لږ خيانت کړى وي).

ج: د بې مسوليته حيوانانو د نيولو کمېسيون ( د هغه حيواناتو چې د همسايه حيواناتو په لمسون يې زموږ شنه فصلونه او کښتونه خراب کړي او څو کاله يې موږ په لوږه کې ساتلي يو ونيسي او سزا به ورکوي) وروسته د ګوند معاوين ( بې رحم ليوه) داسې وويل : موږ غير د حقوقي ستونزو څخه نورې ستونزې هم لرو هغه دا چې زيات شمېر الوتونکي او خوړونکي حيوانات په کيمياوي دواګانو مسلح دي او دوى بايد ډي ډي آر (DDR) شي، د بېلګې په توګه کپچه مار غاښونه بايد وباسو.

وروسته کولنګى چرګ چې دوه زامن او دوه ښځې يې د لاسه ورکړى وو داسې وويل زموږ په کښتونو او فصلونو کې حالات تغير کړي سوله او امنيت تامين شوى، اوس ... نور بيا