|
دګوګل ګلونه
زما خوښیږي ای نجلۍ ستادکاکل ګلونه
نو ځکه ستایم همیشه دې داوربل ګلونه
تورې زلفې چې پرمخ خور ورې دي
ستا زلفانو ښایسته کړل د سنبل ګلونه
دګلونو ګلدسته یې زما جانانه
اننګی ګل شونډی دې ګل په هر محفل ګلونه
درنګینۍ مثال دې کله پیدا کیږی آشنا
که شي راټول دننګرهار دهر محل ګلونه
ټول ښایسته یې په ځولۍ کې راټول کړي یاره
که دی خوښیږی پدا رنګه دکابل ګلونه
دلاله په شان ټپونه یې دزړه ښکاره دي
حلیمي څله ښکاروي خپل دګوګل ګلونه
|