هغه دنګ لکه چنار ځلمی
هغه د اتڼ سر لښکر
هغه د اخلاقو څښتن
د انسانيت نمونه
هغه چې به ښځو په هره ښادۍ کې
په ټکيو کې اړو
هغه د کلي ښايست
هغه دحجرو د بنډارو سړی
هغه د ټوکو او خوښيو خزانه
هغه چې تل به يې خوله له خندا ډکه وه
هغه چې به ملګري هر وخت په را پنډ و
هغه د غټې لونګۍ وهونکی
د غيرتونو څلی
چې نوم يې د هر چا په خوله و
د مستۍ او ځوانۍ صفتونه يې ډير کيدل
هغه چې د نراو ښځې
د هر ووړ او زوړ
زړه پرې ډاډ و
هغه چې هره خبره يې د پښتو ټپه وه
د يه قربان په څير يې هر يو غږ و
هغه چې و ټول ترنم ترنم
هغه چې به جنګ ته
لکه سپر وړاندې کيده
هغه په ازادی مين
هغه د خپلواکۍ ستي
داد هغه قبر دی؟
چې پر سر يې
اوس يوه په ملا کږه جنډه
او په سينه يې سور شال
دخپلې خور خپور دی