دا ځل مې کشمالی څه ډيره موده وروسته وليد. په مخ کې هغه خوځنده ماده يو څه بيماره ښکاريده او ښکلی رنګ يې هم لکه د غوڅ شوي ګلاب مړاوی بريښيده. بريتونه يې هم دومره لوی شوي وو، چې د ملايانو د فتوې له مخې خواړه يې پرې حرام کړي وو . د ځان پاکۍ ته يې هم د پخوا په شان ډير پام نه و کړی. له روغبړ نه څه شيبه وروسته د ميلمنو ځای ته ننوتلو. خپل وراره ته يې د چای د راوړلو وويل. لاړ شه ښه برګ چای راوړه . د مودو يار مې ډير وخت وروسته راغلی دی.
زه او کشمالی د حجرې په بڼ کې د سنځلې ونې لاندې کيناستو او د ښونځي د وختونو خبرې مو پيل کړي، ترې مې و پوښتل چې درسونه دې تر کومه ځايه ورسول؟
ده يوه رنځوره مسکا وکړه ویې ويل: بس نو ...
بيا يې په يو مړاوي ګل کې سترګې و ګنډلي. د دوى د حجري پراخه انګړ، ډيرو ښکلو او رنګارنګه ګلونو او شنه سمسورو بوټو ډير سينګار کړی و. کشمالي به هم په ډيره مينه د دې ګلونو او بوټو پالنه کوله. تا به وې چې دى پر دې ګلونو مين دی.
خو اوس د هغو ګلونو او بوټو نه هم اروا الوتې غوندې ښکاريده، هغه لويه ديوالي شلګزۍ پنجره هم د رنګارنګ او ښايستوکو مرغانو ځنې تشه وه.
مخکې کشمالی او د ده حجره دومره سړه نه وه. مخکې به هر وخت په کې پسرلی و، د ګلونو ښکلا، د مرغانو خوږو سندرو به هر وخت په دې ځای کې اروا پالنه کوله.
خو اوس داسې بريښيده لکه د کشمالي په ژوند او د ده په حجره بې وخته منی راغلی وي.
د کشمالي حالت او د ده د ښکلي بڼ حالت زما د خوښۍ په ورشو هم خپګانونه را وشيندل. وراره چای راوړ، د کشمالي په اصطلاح چای ښه برګ و.
ما د کشمالي په خزان زپلي مخ کې سترګې خښې کړې وې. کشمالی دلته له ما سره و خو اروا يې له بل چا سره اخته وه. ما د چايو پياله راپورته کړه او ده ته مې وويل، چې کيسې راته وکړه. ده راته وويل: څه درته ووايم؟
د هغه له دې ځواب څخه داسې راته بريښيده، چې دا د خپلې سنځلې نه خپل خيال نه را لرې کوي. ماهم یونظر سترګې دې سنځلې ونې ته ورواړولې دونې څو خاښونه وچ شوي و په غیري ایرادي شکل مې
ورته وویل یاردې سنځلې خاښونه دې هم وچ شوی لکه چې سمه پالنه یې نه کوې . ده يو اوږد اسويلی وکړ او پر مخ يې د اوښکو باران را شيبه شو.
په غريو نيولي غږ او په ريږديدلیو شونډویې راته وویل نه پالنه یې کوم اوبوکوم یې دخپل زړه په وینو په خپلو اوښکو یې خړوبه وم خو خاښونه یې چنجو وخوړل یوځل یې بیا یووږداسولی وکیښ په ناهیلې راته وویل نورنو سنځله دې غوړیدونه ده :
په ظاهره خوزموږدواړو سترګې دسنځلې په ونه کې وې خو زه پوه شوم چې کشمالی کومه سنځله یادوي
کشمالی د خپل ماما په لور سنځله مين و او سنځله هم په کشمالي مينه وه. هغه وخت، چې زموږ سره په يوو لسم ټولګي کې و، د هغه وخت او اوسني کشمالي ډير فرق کړی و. هغه وخت کشمالی د ټولګي ساه، يا د ټولګي خوښي وه، ټولو به له ده خبرې اوريدل غوښتل، دى هم لکه د زرو ګونګری شور کاوه.
په درسونو کې هم ښه و، نور کورسونه يې هم لوستل.
د ښونځي د دولسم ټولګي کال د ده د مينتوب کال و، کله به چې ورته سنځلې کومه ډالۍ يا ليک، يا بله کومه نښه ور کړې وه، نو د هغو به يې ماته ويل او ده هم ځان په دې مينه نيکمرغه وښود. سنځله يې د خپل ژوند د بڼ ښکلا او ځان يې د هغې د ګلدان کشمالی موند. ده د خپلې مينې داستان خپلې مور ته هم ويلي و، مور يې هم ډاډ ور کړی و.
د څه وخت له تيريدو نه وروسته يې مور ته وويل، چې ته مې ماما ته ورشه او سنځله ترې وغواړه.
مور يې ورته وويل: سمه ده خو له مشر ورور سره دې دا خبره شريکوم بيا به زه ور شم.
مشر ورور يې هم د ده او د مور خوښه ومنله:
سمه ده مورې ته لومړۍ ورشه له ماما او مانې سره خبره ياده کړه، چې کله موږ نارينه وو ته خبره را ورسيده نو جرګه به ور وليږو او پسونه به ورته حلال کړو.
د سنځلې پلار جبار خان هم په دې وروستيو کې ښې ډيرې مړې پيسې پيدا کړې وې او د ولايت په کومه ولسوالۍ کې والسوال هم و.
جبارخان پخپله ډيرې زده کړې نه وې کړې خو د خپلو بچو د زده کړو پام ور سره ډير و. سنځله هم له دولسمه خلاصه شوې وه او د لوړو زده کړو لپاره يې تابيا نيوله.
جبار د خپلو پيسو په ډيروالي او د چوکۍ په درنښت خپل خوريونه د ځان انډول نه بلل، همغه و چې خپلې خور ته يې د نه ځواب ووايه.
ميمونې خواري کوله، چې خپل ورور جبار رضا کړي نو ورته يې وويل: ګوره وروره سنځله هم له کشمالي سره ډيره مينه کوي، يو بل ته سره ليكونه لېږي رالېږي.
جبار په دې خبره ډير په غوسه شو. ویې ويل: ستا تور کشمالی او زما ښايسته لور سنځله!؟ دا کله هم نه شي کيدای. واوره ميمونې! که ته بيا د دې خبرې د يادولو لپاره راغلې، په دې ښه پوه شه چې په ښه رنګ به دې رخصت نکړم.
ميموني ورته وويل: وروره ماته مې دواړه خپل اولادونه ښکاري، د دواړو د مينې په ژوند کې خپله هوسايي وينم.
زه ډارېږم هسې نه كوم پسات ونه شي.
جبار خان وويل: که سنځله او کشمالی د مينې تور داغ زما په لمن پورې کړي نو دا تور داغ به زه د کشمالي او د سنځلې په وينو بدل کړم.
سنځله او کشمالی د بيلتون په اور کې سوزيدل.
د دوى قلمي او د سوغاتونو د راکړې ور کړې لړۍ د دوى د ترور لور ګلڅانګې غزولې وه.
ګلڅانګه هم د سنځلې ښه ملګرې او همزولې وه، د خپل د زړه خبره يې له ګلڅانګې سره په پوره ژورتيا سره کولې، د سنځلې خبرې به هم ګلڅانګې ټکي په ټکي کشمالي ته را رسولې.
سنځلې هم ډير ډاډ په کشمالي کاوه، چې هر رنګه کيږي بايد کشمالی يې د ځان کړي.
کشمالی چې د خپل دود دستور او د مور له خولې د ماما د خبرو خبر و، نه په خپلې کورنۍ او نه يې د خپل ماما په کورنۍ د تيښتې نوم لوريده.
دواړو ته وختونه لکه په زندان کې ښکاره کيدل، د وخت په تيريدو سره سنځله په دې هم پوهه شوه، چې پلار يې کشمالي ته نه په نکاح کوي او کوم بل چاته يې ور کوي.
د پلار له نيت نه په خبرېدو د اوړي ټکنده غرمې په مهال سنځله د پلار له کوره راووته او د کشمالي دوى کور ته راغله.
د سنځلې کورنۍ په هغه شيبه پوه شوه، چې د کشمالي پسې لاړه. ( وتښتيده) د کشمالي کورنۍ خبره څو ورځې پټه وساتله، ځکه چې جبار خان هم په کور کې نه و په وظيفه کې و.
د څو نږدې خپلوانو په منځګړتوب د سنځلې پلار ومنله، چې سنځله به کشمالي ته په نوم کوي خو له خپل کلتور سره سم، له کوژدن نه څو ورځې وروسته به واده هم ورکوي خو سنځله بايد بېرته کور ته راشي. جرګې هم پريکړه وکړه چې سنځله به د پلار کور ته ځي .
د پلار کور ته له تګ نه وروسته جبار خان خپلې ښځې ته وويل، چې ته ښار ته ولاړه شه د سنځلې د واده سامان واخله.
خپل زوى ببرك ته يې وويل، چې زه به ولسوالۍ ته ولاړ شم، ته دې خور ووله.
سنځلې لمونځ کاوه، له سلام ګرځولو وروسته يې ورور وليد چې غونی يې وران دی.
سنځلې ډيرې زارۍ وکړې، بيا بيا يې وويل، چې هيڅ ګناه مې نه ده کړې خو د ډزو په ځوګ کې د سنځلې زارۍ او سلګۍ ورکې شوې .
٢٠٠٦ / ١٠ / ١٠
د يوې ريښتينې پيښې کيسه ده