|
امير امان الله خان د
افغانستان يو پياوړی پاچا وو. تر ده د مخه د ده پلار چي امير حبيب الله خان
نومېدئ پاچا وو. کله چي د ده پلار مړ سو نو يوه ورځ وروسته امان الله خان
په ١٩١٩ عيسوي کال کي چي د امير حبيب الله خان دريم زوی وو پاچا سو.
پاچا امان الله لږ وروسته د افغانستان بشپړه آزادي اعلان کړه. د ١٩١٩ عيسوي
کال د می پر پنځمه نېټه يې د انګريزانو پر پوستو باندي په درو جبهو کي حملې
وکړې چي دغه نو د افغانستان او انګريزانو دريم جنګ دئ. د جنګ د ډېر شدت په
نتيجه کي دواړو خواوو سوله سره وکړه.
امان الله خان د خپل نيکه امير عبدا لرحمان خان د سياست په خلاف د خپل
شمالي ګاونډي ( روسيې ) دوستۍ ته لاس واچاوه. په هيواد کي يې
ډېر اجتماعي او سياسي اصلاحات پيل کړه چي د يوې خوا د شوروي سره دوستي او
دبلي خوا څخه د امان الله خان دغه ژر اصلاحات او د انګرېزانو پروپاګنده سبب
سوه چي خلک دده په مخ کي و درېدل او ښورښونه يې وکړه. هغه وو چي د کابل
چاري حبيب الله کلکاني ته چي د سقاو د زوی په نامه مشهور او يو غل وو په
لاس ورغلې . او دا چي په هيواد کي د امان الله په مخ کي د انګريزانو د لاس
وهنو په سبب نا آ رامي راغله او پاچا امان الله نه غوښته چي انسانان دي
ووژل سي نو پسله لسو کالو پاچاهۍ څخه د ١٩٢٩ عيسوي کال د جنوري په مياشت کي
د کندهار د لاري څخه د افغانستان څخه ووت او ايټالې ته يې ځان و رساوه او د
ژوند تر آخره پوري هلته پاته سو
|