غزل
لب يې خوږ دى تر عسل
تورى سترګى په كجل
ډكه شاتو ځينى خوله
ښه دوا ده مكمل
په هر چا يې دا رخسار
كا اورونه مشتعل
سپين مخ دی ديار
په خالونو مجلل
تورى زلفى شب تار
دزيتونو پرى بلل
جګه غاړه يې دزاڼى
تاو لونګ تر ى ول په ول
نيغ باڼه يې لكه غشى
درقيب دزړه خلل
اننګى يې نرم سره
دى مينو كې متل
څه قامت دى موزون
لكه صبر دځنګل
پنځه ګوتى يې څراغه
هم روښانه تر مشعل
غونډه زنه يې ګردى
دمرګيو شى علل
دوه انار يې دسينى
تر پاو كم دى يو رټل
هغه بطن اوسينه
پوښل شوى په مخمل
نرى ملا یې لکه ګوته
ښكلى زيب كا په محل
هره پښه لكه هوسى
په نخرو يې ږدى په چل
څه امرونه چې فرمايې
ټول يې حكم ته معطل
هر صفت راغى دښكلى
په ترتيب او مسلسل
حليمي حامد شو ځوان
چې يې بيان كړ دا غزل