غزل

نور پرته له تا نه د بل چا خبري څه كوم
وركه دي دنيا شي، ددنيا خبري څه كوم
ته مي ددنيا او آخرت ټول اميدونه يي
ته چي چيرته نه وي، دخندا خبري څه كوم
ته يي زما مينه او زه ستا په خاطر پايمه
بيله تا د ناز او دي ادا خبري څه كوم
ته مي چي نصيب يي نور له دوو نړيو څه غواړم
نورد ګلاليو دښكلا خبري څه كوم
تا مي چي په خوله كي دلبانو شربت تويي كړل
نور دصراحي او د صهبا خبري څه كوم
ما ستا دښايست او لطافت چينو كي و لمبل
وچ دي درياګان شي، دي دريا خبري څه كوم
ما دطوفان مينځ كي طوفاني كښتۍ موندلي ده
يار دى نا خدا، دي ناخدا خبري څه كوم
ما وړاندي او وروسته ټول د يار غيږ كي تر لاسه كړل
اوس دي ابتدا او انتها خبري څه كوم