|
|
|
|
سوی باغ تالا ګلشن دې مړاوۍ ګل خاورۍ چمن دې نه بلبل نه لولکې شته نه نرګس نه یاسمن دی دا ګلاب دې ایرې شوې که په اور سوی ختن دې ای پښتونه !ستا وطن دې ای پښتونه ستا وطن دې ددی باغ خاوری را واخله ترینه نوی بوستان جوړکړه ای د سوی باغ ملیاره دنورونو جهان جوړکړه ای ښکته ښکته ګورې نن پښې ابله سرسر تورې ته خبر یې چه ته څوک وې ته د منځ آسمان وی ستورې ستا شمله به چه شوه پورته شوې به ښکته شملی نورې په مستی او ننګ به سروې ستا دا ټیټې سترګې تورې ای دټیټو سترګوځوانه پاڅه هغه جهان جوړکړه ددی باغ خاوری راواخله ترینه نوی بوستان جوړ کړه ای د وران څپر میرمنې ای دوږې بچې پلاره بی درکه سرګردانه ای دسوې باغ ملیاره ای چه نن بربنډبچې ستا دخوراک کشاله دې ستا دلاس ماڼې ولأړې په ډهلې په بنګاله دې ای د بل د در مریده پاڅه هغه دوران جوړکړه ددی باغ خاوری را واخله ترینه نوۍ بوستان جوړکړه ای په غره په سرد دروکښ په باغونو په میروکښې په جندول کی په تیراکې زما لال په ایروکښې ای دزرکو په خنداکښې د تنزرو په نارو کې دشیرشاه نازبینه زویه ته یې پروت تورو تیارو کښې کړه دغم تیارې را غونډې ترې دمینې داستان جوړ کړه ددی باغ خاورې راواخله تری نه نوۍ بوستان جوړکړه
|
|
|
|