ای دحسن اونور دریابه! ما له یو ټکې دنور را

سترګې ډکې دخندا را شونډې ډکې دسرور را

زه دې خپل وړوکې زړګې له یوه نښه دیار غواړم

ای دحسن او نور دریابه ماله یو ټکې دنور را

دې تک تور دغم محل په یو بڅرۍ درڼا را

سترګې ډکې دخندا را شونډې ډکې دسرور را

دۍمستې او دۍ ارمان له یو تصویر دجانان راکړه

ستا په مینه نازیدل راستا په ښکلې مخ غروررا

دې داخودسوې باغچې له یوه وعده دبهار غواړم

زه دا نه وایم چه جنت را  زه دانه وایم چه طور را

ددی خوب دسا اووخت اشاره دتعبیر راکړه

ماله زړه دپادشاهانو او سینه دفقیر راکړه