اي زما د زړه بلبله ولي ژاړي

ولي څه پسي خپه ېي څه شي غواړي

څه دپاره دي بوستان د عشرت پريښود

څه دپاره دي غمونو لټي جاړي

راته ښکاري جوړي بيا ئي شيدا شوي

ځکه نه وهي نغمي ګوټ کښي ولاړي

دا ته څه وي چه يورپ کښي دلبري

درقيب ياري کړه جوړه چه ته لاړي

دا يورپ دي جينکو کښي وفا نشته

بي وقوفه ته د مړونه مستي غواړي