|
  
ای زمـــــا وطــــنــه د لالـــــــونـــــو
خـــــزانـــه زمـــا
ســتــا هــره دره کــــې دی د تــــوری نــښــــانــی زمــا
ستا سر چې وی ټیت نو زه به شان او شوکت څه کړمـه
تــه چـې خـواروزار ئـې زه مـال او دولــت څــه کـړمـه
ته چې روان ویجـاړ ئې زه به خوب او راحت څه کړمه
مسـتـه بـه دی خـاوره کــړم پــه ویــنــه مـسـتـانــه زمــا
ای زمـــــا وطــــنــه د لالـــــــونـــــو خـــــزانـــه زمـــا
عـقــل مـی ایـری شــه ســتـا د پــاره د ســوچــونـــو نـه
سترګــی مـی قـربـان شــه سـتـا د پــاره د سـوچــونـونـه
زار شــمـه قــربـان شـم سـتـا د خــاورو د کـورونـو نــه
ســتــا زړه کــې پــرتــی دی ټــولــی تـلــی زمـانـی زما
ای زمـــــا وطــــنــه د لالـــــــونـــــو خـــــزانـــه زمـــا
یــا بــه دی زه ســیــال کــــړمــــه وطــنــه د جـــــهــان
یا به ستا په خپو کې تــوری خــاوری کــړم خـپـل ځــان
ځـــان بــه دړی وړی کــــړم خـــو تــا بـه کــــړم ودان
نـــر یـــمــه پــښـتــون یـم تــا تــه یــادی افــســانــی زما
ای زمـــــا وطــــنــه د لالـــــــونـــــو خـــــزانـــه زمـــا
  
|