|

مخکي يو وم نا معلومه په عالم کې
چې مې زړه ټوټې ټوټې شو بسيار زه شوم
د مين لقب مجنون يا سودايې وي
چې مې مينه شو ه په تا نو هوښيار زه شوم
د جرس ناره مې هله په غوږ وشوه
قافلې نه چې جدا شوم بيدار زه شوم
ميکدې جام او شراب کې څه نيشه وي
زه چې تاته په کتو شوم خمار زه شوم
ګټوره سودا ستا مې شو ه په برخه
بل د هر يو کارو باره اوزګار شوم
چې باڼه دې برابر زما په لور شول
د ځيکر طاقت مې نه و کنار زه شوم
چې مو سترګې يو تر بله شوي ګويانه
هغه وخت د خپلو ګوتو په شمار زه شوم
راوريږه ته رحمت يې که ديدن يې
پس د ډيرو ژړاګانو د يار زه شوم
داسې ورک نوم باندي اوس به نه ياديږم
چې غلام ستاد زړګی شوم ( مختار) زه شوم

|