غنچه شي ترينه جوړه څو ګلونه چې يو ځای شي
د ميني دنيا جوړه کړي دوه زړونه چې يو ځای شي

خپل ورور يې عزرايل شي دې زمونږ عجب اولس کې
د دوه مينو سترګو نظرونه چې يو ځای شي

ټوله د نړۍ ښکلا به يې پريوزي پښو ته
د خدای په لاس جوړ شوي څو مخونه چې يو ځای شي

يو يو را ليږه ا شنا چې لږ ژوندون وپايمه
اه وژني مې جانا نه ستا دردونه چې يو ځای شي

و ا لوزې تڼۍ مې له لامده لامده ګريوان ځني
شمار په ليونو شم ياره غمونه چې يو ځای شي

اميل د خپلي غاړې دې دانه دانه ( لونګ ) کړه
چې هغه ستا او زما هاُ تير لوظونه چې يو ځای شي