|

يار مې د زړه نه لکه مار تاو شوی
لکه د يار د غاړي هار تاو شوی
د ژوند ښکلا مې يو پر دوه ده زياته
لکه سپين غر د ننګرهار تاو شوی
خدای به مې يار لکه د ژبي ساتي
لکه غاښو نه ترې اغيار تاو شوی (١)
د ځان سره يې وړي په هره لوري
دی لکه پړی چې د بار تاو شوی
څه به خطا شي زما په نخښه زړګی
دا ستا باڼه د شپون ګوزار تاو شوی
داسي په زړه کې مې راغلی تللی
لکه اميل کې هر يو تار تاو شوی
زما ولس کې بيا نغمې شوي ګونګۍ
د مطرب غاړي نه شاتار تاو شوی
چې په غزل کې يې ښکلا شوه زياته
د يار له ښکلي مخ ( مختار) تاو شوی
(١) د پير محمد ( کاروان ) صاحب دغه
بيت
سړي خواره پرې چارچاپير لکه غاښونه
وﻻړ
جانان مې وساتې موﻻ په کې د ژبي پشان

|