دروغجنه،لانجمنه

نه دى سپرلى راوړه نه ګلونه دروغجنه دروغجنه

راغلى قرنطين کاکا بکسونه لانجمنه لانجمنه

نه دى رايه ويوړه نه اوټونه لانجمنه لانجمنه

تا خو ويل چې قير به سرکونه کړم نه دې شګې راوړې نه ريګونه تکرار

لانجمنه لانجمنه

کړې دې وعدې وې مکتبو سره څه شوې کتابچې او قلمونه

لانجمنه لانجمنه

خلکو د پخوانه پېژندلى وې هسې دې پرې وخوړل پسونه

لانجمنه لانجمنه

دوست دښمن خو ښه درته معلوم شولو ودې کړل بې ځايه کمپاينونه

لانجمنه لانجمنه

ولې به غيرت چپليارې نه ژاړي اوري د مظلومو فريادونه

لانجمنه لانجمنه