درنګ څپه به شم په شونډوبه دې وغوړیږم

توده غرمه به شم په شونډوبه دې وغوړیږم

دومره دمینې ست دسترګوکونج کې څله کوې؟

یوه ورځ میلمه به شم په شونډوبه دې وغوړیږم

ته مې به مسته ادا وڅیړه دزوق ښابیرۍ

ټپه ټپه به شم په شوندوبه دې وغوړیږم

چې بیا په ژوندکې دتوبوتوریوته جوړې نه شي

داسي نشه به شم په شونډوبه دې وغوړیږم

کله سلګۍ کله مسکاکله یوسوړاسویلی

لمحه لمحه به شم په شونډوبه دې وغوړیږم

زړې شکوې به دژوندون له میرو ولیږدوو

نوې وعده به شم په شونډوبه دې وغوړیږم

پرون سحروم نن غرمه سباپه زیړمازدیګر

یوه افسانه به شم په شونډوبه دې وغوړیږم

که دې دتیرو په څیر هیرکړم غضري جانانه

نرۍ ګیله به شم په شونډوبه دې وغوړیږم